ملاله یوسفزۍ د اکسفورډ پوهنتون محصله شوه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ۱۹ کلنه ملاله یوسفزۍ ۲۰۱۲ کال کې خپل ټاټوبي سوات کې وسله والو طالبانو پر سر په ډزو وویشته

ملالې یوسفزي ته اکسفورډ پوهنتون کې داخله ورکړل شوې ده. ملالې د اې لیول 'د کانکور معادل ' ازموینو د پایلو له اعلانه وروسته په یوه ټویټر پیغام کې په دې اړه لیکلي دي او نورو زده کونکو ته یې هم د بریا مبارکي ویلې. ملاله به د فلسفې، سیاست او اقتصاد زده کړې تر لاسه کړې.

۱۹ کلنه ملاله یوسفزۍ ۲۰۱۲ کال کې خپل ټاټوبي سوات کې وسله والو طالبانو پر سر په ډزو وویشته او سخته یې ټپي کړه.

ملاله یوسفزۍ: پر ټویټر خپله مبارزه روانه ساتم

ملاله یوسفزۍ 'د سولې پیغام رسوونکې' ټاکل کېږي

ملالې یوسفزۍ د سولې لپاره د نوبل جایزه وګټله

نوموړې هغه مهال د نجونو زده کړو لپاره کمپاین کاوه. پر سوات د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ملالې د ګل مکۍ په نوم د سخت دریځو تر واک لاندې د ژوند ناخوالو په اړه بي بي سي ته کالم لیکه.

وروسته وسله والو ملاله هغه مهال په نښه کړه، چې له ښوونځي نه کور ته پر لاره وه.

په هغه برید کې دوې نورې زده کونکې نجونې هم له ملالې سره یو ځای ټپیانې شوې وې.

ملاله یوسفزۍ له هغه وروسته د درملنې لپاره له کورنۍ سره یو ځای د برتانیا برمنګهم ته لاړه او اوس هم هلته اوسي. تېره مارچ میاشت کې هغې ویلي و، د برتانیا یوه پوهنتون ورته ویلي، که ازموینو کې درې اې ګانې تر لاسه کړي، دوی به داخله ورکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب