اڅکزی: د پاکستان اخلاص د افغانستان ۶۰٪ مسلې اوارولی شي

Image caption د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، که پاکستان له اخلاص کار واخلي د افغانستان ۶۰ سلنه مسلې اوارېږي.

ښاغلي اڅکزي له بي بي سي سره مرکه کې زیاته کړه، د افغانستان د خپلواکۍ درناوی پکار دی، او که داسې نه کېږي، بربادي جوړېږي.

هغه د پوښتنې په ډول وویل، چې له پاکستان یو پیاوړی پلاوی افغانستان ته تلو، خو هغه مهال احسان الله احسان پر تلوېزون ولې ښکاره کړل شو؟ "هغه وخت به موږ څه پیغام ور کاوه"؟

* له محمود خان اڅکزي سره ځانګړې مرکه

* د پاکستان لپاره افغانستان غوره دوست کېدلی شي

په ورته مهال وايي، پر پاکستان په افغانستان کې د لاسوهنې تور دی ،خو باوري دی چې افغانستان هم په پاکستان کې لاسوهنه کوي.

د اڅکزي په خبره، پر یو بل تورونه لګېږي، خو بې چاره خلک مري، ځکه پاکستان ته پکار دي چې له ګاونډیانو سره حالات سم کړي.

"دا خورا لوی ساده توب دی چې له خپل مخالف د نه لاسوهنې هیله ولرو، که امن نه وي، هیڅ نشو کولی، موږ ته له افغانستان، ایران او هند سره سوله ټینګول پکار دي.

پاکستان کې زیاتېدونکې توندلاري

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اڅکزی وايي، د پاکستان ټاکلی پارلمان باید د واک او ځواک سرچینه شي

په پاکستان کې د زیاتېدونکې توندلارۍ په هکله محمود خان اڅکزي وویل، چې افغانستان ته د پخواني شوروي پوځ راتللو سره نړۍ ته ستونزه جوړه شوه، ځکه دا هرڅه رامنځته شول خو اوس ترې توبه ګارېدل پکار دي.

"د امریکا او جهاد پلوو په ملاتړ سره دلته په لکونو بهرنیان وروزل شول، زما په اند د امریکا او زموږ د هېواد هر یو پوهېږي چې دوی دلته څوک څوک وروزل، اوس یې له شره ځان خلاص کړئ، ختم یې کړئ، که داسې ونه کړئ، په سیمه کې اور لګېږي".

د نوموړي په اند نړۍ کې د واکمنۍ غوره نظام ولسواکي ده.

نوموړي دا هم وویل، چې د ناسمې پالیسۍ له امله پاکستان ووېشل شو، لږکي یې بهر کې اعتراضونه او هڅې کوي، خو اکثریت(بنګالیان) هم وتښتېدل، بیا بیا یې وویل، چې موږ ۵۵ سلنه یو، زموږ حقونه را کړئ، زموږ ژبې ته اهمیت ور کړئ، خو موږ ور سره ونه منل.

* د پښتونخوا ګوندونه پر ګوادر کاشغر لار بیا یو ځای کېږي

* د چين او پاکستان پرمختيايي پروژه کې د پښتنو "محرومي"

د نوموړي په اند، د پاکستان ټاکلی پارلمان باید د واک او ځواک سرچینه شي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ په پارلمان کې جوړې شي، څوک چې دا غواړيد پاکستان دوست دی او چې نه یې غواړي هغه د پاکستان د بربادۍ مسوول دی.

"بدمرغي دا ده چې موږ دلته مشر جوړول غواړو، مګر د پاکستان یوازینی علاج دا دی چې هره اداره په خپلو پولو کې وچلېږي او په قانوني ډول ازاده وي. پوځ خپله دایره کې وي، خبریال خپله اداره کې وي، سیاستوال خپله دایره او نورې ادارې خپلو پولو کې وي".

کشمیر

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی اڅکزی وايي، پاکستان د کشمیر دواړو برخو ته د ازادي ور کولو په خبره نړۍ ته دا ښودلی شي چې د مسلې اواری غواړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی دا هم وايي، چې کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ اصلي ټکی دی، ځکه د دې کشالې اوارول پکار دي.

د هغه په خبره، د کشمیر ستونزې د واري لپاره پکار ده پاکستان او هند دواړه دې سیمې ته ازداي ور کړي.

د نوموړي په اند، پاکستان ته پکار دي، د دې سیمې د ازادولو وړاندیز وکړي.

* محمود خان اڅکزی د بلوچستان ګورنر (والي) وټاکل شو

* د پاکستان پر پوځ نیوکه؛ د ټاکنو کمیسیون اڅکزی وربللی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د کشمیر د ازادولو په خبرې سره به پاکستان نړۍ ته وښيي چې د مسلې اوارول غواړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې هند به د خپلې ولکې کشمیر ازاد کړي، ښاغلي اڅکزي وویل، نه خو موږ به وژغورل شو.

د بلوچستان مسله

د انځور حقوق AFP
Image caption افغانستان کې محمود خان اڅکزي ته ځانګړی درناوی کېږي.

محمود خان اڅکزی وايي، د بلوچستان بلوڅ او پښتانه ډېر بې وزله دي، د ایالت شتمني ډېره ده، خو هغوی ته ان ګاز هم نه دی ور کړل شوی.

"څوک به دې لوټلو ته پرېږدي، هغه دې خپلې خزانې ته پرېږدي، که نن دا ووايې چې چرته شتمني ده هغه د ځايي خلکو حق دی، نو ټولې ستونزې به ختمې شي، خو په دې ډول چې چا هېواد چلولی هغه تباه شوي دي".

له دې مخکې د بلوچستان د ملي ګوند مشر او د دغه ایالت پخوانی سر وزیر سردار اختر مینګل هم بي بي سي ته ویلي و، د پاکستان سټبلېشمنټ بلوچستان خپله برخه نه بولي، یواځې د یوې ښکېلاک مېنې یا مستعمرې په سترګه ورته ګوري:

"د پنجاب مستعمره یې بولي، تر هغه چې بلوچستان د پاکستان برخه ونه بلل شي، ستونزې به اوارې نه شي".

د هغه په خبره، بلوچستان کې د ملتپال غورځنګ د له منځه وړلو لپاره حکومتي ادارو له نورو سیمو دغه ایالت ته ترهګري ور وړې ده.

ورته مطالب