د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوازشریف مېرمن سرطان لري

ګلثوم د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګلثوم شریف په دې تمه ده چې که وکړی شي په پارلمان کې د خپل مېړه ځای ناستې شي.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوازشریف مېرمن ګلثوم نواز د ستوني سرطان لري.

څو ورځې وروسته له دې چې مېرمن شریف لندن ته د روغتیايي ازمايښتونو لپاره راغله دا خبر خپور شو.

ټاکل شوې ده راتلونکې میاشت مېرمن شریف د خپل مېړه نوازشریف پر ځای په پارلماني ټاکنو کې د ده څوکۍ ته ودرېږي.

ښاغلی شریف د جولای میاشت کې د پانامه اسنادو په تړاو چې ویل کېږي ده او کورنۍ یې خپله شتمني پټه ساتلې وه، د پاکستان د سترې محکمې له خوا خپلې څوکۍ ته "نااهله" وبلل شو. ښاغلي شریف پر ده لګېدلي تورونه رد کړي.

دا مهال چې مېرمن شریف تر درملنې لاندې ده کېدی شي لور یې، مریم د خپلې مور سیاسي کمپاین پر مخ بوځي.

د پاکستان مسلم لیګ نواز سیاسي ګوند غړي مشاهدالله بي بي سي ته وویل:"د هغې سرطان د درملنې وړ دی او هیله لرو چې ژر جوړه شي، خو داسې نه ښکاري چې تر ټاکنو مخکې ورځو کې وکړی شي سیاسي فعالیت وکړي."

په ۱۹۹۹ کال کې چې د هغه وخت پوځي واکمن پروېز مشرف د نوازشریف حکومت نسکور کړ او نوموړی یې ونیو، مېرمن کلثوم نواز د خپل مېړه د خوشي کېدو لپاره د خپل ګوند د تحریک مشري کوله.

ورته مطالب