مومند ایجنسۍ کې د اختر له لمانځه مخکې چاودنې درې کسان وژلي

مومند ایجنسۍ
Image caption مومند ایجنسۍ کې د امنیت خوندیتوب لپاره ۴۰۰ سرتېري پر دنده ګومارل شوي

د قبایلي سیمې مومند ایجنسۍ چارواکي وايي، د جمعې پر سهار د لوی اختر له لمانځه مخکې د یوې چاودنې پایله کې درې کسان وژل شوي دي او دوه ټپیان دي.

د ځايي چارواکو په وینا پېښه د انبار تحصیل په شاتی مېنه سیمه کې رامنځته شوې. یوه ځايي چارواکي ویلي، چاودنه هغه مهال وشوه، چې د سیمې خلک د اختر لمانځه ادا کولو لپاره عیدګاه ته روان وو.

خبریال انور شاه د دغه چارواکي له قوله ویلي، چاودنه د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله شوې ده.

مومند ایجنسۍ کې د اختر پر مېلو بندیز

ناامنۍ د مومند ایجنسۍ د مرمر ډبرو کاروبار زیانمن کړی

مومند ایجنسۍ: پر امنیتي ځواکونو برید کې نهه کسان وژل شوي

ویل کېږي وژل شوي کسان شادعلي، فقیر او معاذ دي او په ټپیانو کې یو قومي مشر ملک علي رحمان هم شامل دی.

له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي او چاڼیز عملیات یې پیل کړي دي.

له یکه غونډ سیمې پرته د مومند ایجنسۍ په نورو ټولو سیمو کې نن جمعه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

سیمه ییز چارواکي وايي، مومند ایجنسۍ کې د جوماتونو او عیدګاوو امنیت لپاره ۴۰۰ سرتېري په دنده ګومارل شوي دي.

مومند ایجنسۍ له پاکستاني طالبانو د بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار له کلکو مرکزونو یو بلل کېږي.

له دې مخکې دغه سیمه کې د سخت دریځو وسله والو یوه برید کې د امنیتي ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي وو.