قبایلي سیمه باجوړ کې د ولسوال په ګډون ۵ کسان ووژل شول

د انځور حقوق AFP
Image caption په دې وروستیو کې د باجوړ امنیت ښه شوی و.

په قبایلي سیمه باجوړ ایجنسۍ کې د سړک غاړې بم چاودنه کې د تحصیلدار یا ولسوال په ګډون پنځه کسان ووژل شول.

په سیمه کې چارواکي وايي په دې پېښه کې دوه کسان ټپي شوي هم دي، چې د سختو ټپونو له امله چورلکه کې پېښور ته لېږدول شوي دي.

پاکستاني طالبانو د برید مسوولیت منلی دی.

* د هند وېش: بې برخلیکه قبایل

* افغانستان- پاکستان او د "تورونو لوبه"

دا پېښه د باجوړ په ماموند تحصیل یا ولسوالۍ کې شوې ده.

باجوړ کې یوه لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي ولسوال فواد علي شاه د استخباراتي معلوماتو له مخې په ګړیګال تنګي کې له ملېشه ځواکونو سره ګډ چاڼیز عملیات کول چې له پېښې سره مخ شو.

چارواکي وايي، په پېښه موټر یو مخ له منځه تللی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption باجوړ کې تر څه مودې راهیسې امنیت ښه شوی، خو کله کله پر سرتېرو یا قومي مشرانو هدفي بریدونه کېږي.

په باجوړ کې په ټولیز ډول امنیتي وضعیت ښه دی، خو پر امنیتي چارواکو او قبایلي مشرانو کله کله هدفي بریدونه کېږي.

خو دا پېښه په تېرو څه مهال کې تر ټولو لویه ده.