توندلارۍ ضد جایزه د پښتونخوا ګلالۍ ته ورکړل شوې

ګلالۍ اسماعیل

د توندلاریتوب ضد کلنۍ جایزه دا ځل د پښتونخوا فعالې ګلالۍ اسماعیل او د هند وژل شوې خبریالې ګوري لنکېش لپاره اعلان شوې ده. ګلالۍ په پاکستان کې د اسلامپالو توندلارو ضد او اغلې لنکېش په ګاونډي هند کې د هندوانو توندلارو ضد فعالیت دې جایزې ته غوره کړې.

د انا سټېپنووا پوليټکاو سکای جایزه هر کال هغو ښځينه فعالو ته ورکړل کېږي، چې په جګړه ځپلو ټولنو کې د ښځو لپاره غږ پورته کوي. ګلالۍ اسماعیل دویمه پښتنه فعاله ده، چې دغه جایزه په خپل نامه کوي. تردې وړاندې په ۲۰۱۳م عیسوي کال کې دغه جایزه ملالې یوسفزۍ ته ورکړل شوې وه.

د هند ګوري لنکېش خبریاله وه، چې د ۵۵ کاله په عمر کې د تېري سپټمبر مياشت پر ۵ مه نېټه نامعلومه وسلوالو په ډزو ووژله. دغه جایزه چې د خبریالې انا سټېپنووا پولیټکاو په نامه ده. مېرمن پوليټکاو یو روسۍ خبریاله وه، چې د ۲۰۰۶ م عیسوي کال د اکتوبر پر ۷مه نېټه د مسکو په زړه کې نامعلومو وسلوالو وژلې وه.

د پښتونخوا فعاله ګلالۍ اسماعیل چې له ۲۰۰۲م عیسوي کال راهیسې د پښتونخوا د ځوان کهول په خاصه توګه د نجونو د پوهاوي لپاره کار کوي، وايي، د پاکستاني ریاست د تګلارې له امله په پښتنو کې توندلاریتوب زیات شوی دی.

"نه ډارېدونکې او بې پروا" هندۍ خبریاله هم ووژل شوه

ملګرو ملتونو ملاله یوسفزۍ تر ټولو کم عمره د سولې پیغام رسونکې وټاکله

د ګلالۍ اسماعیل په خبره په ۲۰۰۹م عیسوي کال کې، چې د پښتونخوا په ځينو سیمو کې وسلوال فعال وو او تر ډېره يې ځوانان اورپکي توب ته هڅول، نو همغه وخت يې د دې په مقابله کې د سولې ځوانانو په نامه یوه شبکه جوړه کړه:

''د دغو ځوانانو کار د سولې او ټيکاو لپاره کار کول و ''

د انځور حقوق FACEBOOK/GAURI LANKESH
Image caption ۵۵ کلنه ګوري لنکیش د هندو ملتپالو د سیاست مخالفه وه.

ګلالۍ اسماعیل زیاتوي، هغه وخت کې وسله وال ډېر فعال وو، نو د خپل کار لپاره يې ځوانان په اسانۍ سره نه شوای راټولولی، خو اوس چې حالات ښه شوي،خپل کار په ډېره اسانۍ سره ترسره کوي.

د اغلې لنکېش کار ته په پام سره ګلالۍ اسماعیل وویل، توندلاریتوب او د خپلو ګټو لپاره د مذهب له نامه ګټه پورته کول یواځې په مسلمانانو کې نه، بلکې په نورو مذهبونو او هند کې هم شته، چې اغلې لنکېش يې ډېره په زړورتوب مقابله وکړه او ژوند يې ورکړ، خو تسلیم نه شوه.

اړونده مطالب