فرزانه: د چم ګاونډ خبرو کیسه کې نه یم

د انځور حقوق .
Image caption فرزانه علي له یوه کوچني کلي خبریالي پيل کړه

په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې خبریالي هېڅکله هم اسانه نه وه، خو له ټولو ستونزو او دود پال چاپېریال سره هم دغه سیمه کې داسې ښځې شته، چې د خبریالۍ میدان یې ګټلی دی.

دغو ښځو کې د پېښور مهمه خبریاله فرزانه علي هم شامله ده، چې د دېره اسماعیل خان له یوه کوچني کلي یې ژورنالیزم پیل کړ او اوس د ټولې پښتونخوا یوازینۍ خبریاله ده، چې د یوه شخصي ټلویزیون د ځايي دفتر مشري کوي.

فرزانه علي چې ۱۹۹۰ کې یې خبریالي پیل کړې وايي، په عادي ژوند کې ښايي رښتیا ویل ګران کار نه وي، خو په خبریالۍ کې د رښتیا ویلو سختۍ هغه مهال ورته معلومې شوې، چې پېښور کې یې له یوې ځايي ورځپاڼې سره د لیکوالۍ برخه کې دنده پیل کړه.

د انځور حقوق .

د فرزانه علي په وینا د کار په لومړیو میاشتو کې پوه شوه، چې د پښتنو ټولنه کې د ښځې په حیثیت د خبریالۍ دنده څومره ستونزمنه ده، خو هغه وايي پرېکړه مې کړې وه چې هر څه کېږي خبریالي به نه پرېږدم، ځکه که یوه لور ته په کې ستونزې شته، نو بل لور ته د وطن او ولس لپاره هم په کې خدمت کېدای شي.

مېرمن فرزانه وايي ټلویزیون کې د دندې له پیلولو وروسته یې خواښې ته د چم ګاونډ ښځو پېغورونه ورکول، چې نږور دې ټلویزیون کې لیدله کېږي، ځکه دې او 'ډمه ' کې هېڅ توپیر نه شته.

''څوک چې ټلویزیون کې کار کوي، شخصي حریم یې هم له خلکو نه پټېږي. ''

نوموړې له ښځو سره دفترونو کې د نارینه وو د رویې په تړاو وايي، کله نا کله د دفتر همکارانو د رویې له کبله په ژړا کورته تللې، خو بیا یې هم هوډ او همت نه دي بایللي:

''د ښځې عزت څه دی، که غواړې ماته یې کړې، سپکې سپورې ورپسې ووایه، د ښځې زړه ماتېږي او زموږ ټولنه کې هلته داسې ډېر کېږي، چې ښځې او نارینه یو ځای دفتري کارونه کوي. ''

هغه وايي ما ته څو ځله داسې پېغورونه راکړل شوي، چې '' له دېره اسماعیل خانه یوه سراییکي ژبې ښځه راغلې او د پښتنو پر ارزښتونو خبرې کوي، دا څوک ده، چې موږ ته لارې راښيي؟ ''

د انځور حقوق .

نوموړې وايي څو ځله یې د دفتر همکارانو خبرې تر غوږه رسېدلې، چې وايي 'دا په ژونالیزم څه پوهېږي، دا خو د خبریالۍ په الف، ب هم خبره نه ده او پر موږ امرونه کوي. '

"نه ډارېدونکې او بې پروا" هندۍ خبریاله هم ووژل شوه

عراق کې د "روداو" تلوېزیون خبریاله شیفا ګردي وژل شوې

مصر لبنانۍ خبریاله لیلیان داوود وشړله

نوموړې دا هم وايي هغومره چې ښځې په خپلو چارو کې زیار ګالي او ښځې چې څومره خپلې دندنې ته ژمنې وي، د نارینه وو پرتله ښځينه خبریالانو ته لږ معاشونه او امتیازات ورکول کېږي.

فرزانه علي وايي، په خبریالۍ کې د بریالیتوب لپاره اړیکي درلودل ډېر مهم دي، خو ښځینه خبریالانو ته دا ځکه ګرانه ده، چې که دوی د خپل مسلک لپاره له چا سره اړیکه نیسي خلک به بل ډول مفهوم ورنه اخلي.

اړونده مطالب