فیفا د پاکستان د فوټبال فدراسیون غړیتوب وځنډاوه

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فیفا مرکزي دفتر.

فیفا یا د فوټبال نړیوالې ادارې د پاکستان د فوټبال فدراسیون غړیتوب د سملاسي ځنډولو اعلان وکړ.

فیفا د چهارشنبې په ورځ د یوه بیان په خپرولو سره وايي، د دې فدراسیون د اکتوبر ۱۰ نېټې غونډه کې دا پرېکړه شوې.

لامل یې هم د پاکستان فوټبال فدراسیون کې د نورو ادارو لاسوهنه بلل شوې ده.

* راځئ د فوټبال له یووالي یې زده کړو

* د فوټبال نړیوال فدراسیون"فیفا" پلاوی کابل ته راځي

* فیفا د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مشرتابه ټاکنې ځنډولې

فیفا دا پرېکړه د دې لپاره کړې چې د پاکستان فوټبال فدراسیون اداري کنټرول د محکمې له خوا ټاکلی منتظم په غاړه لري.

دا د یوې ازادې ادارې په توګه د پاکستان د فوټبال فدراسیون د چارو خنډ کېږي.

فیفا په خپل بیان کې وايي، د پاکستان غړیتوب به هغه مهال پر ځای شي چې کله د فوټبال فدراسیون د دفترونو او بانکي حساب واک دې فدراسیون ته وسپارل شي.

د پاکستان له لاسه وتونکي امتیازونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر ۲۰۱۳ کال کابل کې د افغانستان او پاکستان فوټبال سیالي. دریمه سیالي افغانانو ګټلې او خوشالي کوي.

له دې پرېکړې وروسته د فیفا د قانون د ۱۳ مادې له مخې د پاکستان له فوټبال فدراسیون ټول حقونه اخیستل کېږي.

د پاکستان فوټبال فدراسیون او د هغه اړوند ټول کلبونه په نړیوالو سیالیو کې ګډون نشي کولی.

له دې وروسته دا فدراسیون او اړوند ډلې یې د فیفا او اسیا فوټبال فدراسیون په کوم پرمختیايي پروګرام، کورس یا روزنه کې برخه نشي اخیستلی.

اړونده مطالب

ورته مطالب