د طالبانو له بنده خوشي شوې کورنۍ له پاکستانه وتلې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د طالبانو له بنده خوشي شوې کورنۍ له پاکستانه وتلې

ولسمشر ټرمپ ويلي خلاصون کې يې د پاکستان همکاري د امريکا دې غوښتنو ته د درناوي په معنا ده، چې سيمه کې دې امنيت ټينګښت لپاره نور کار هم وکړي.

د طالبانو له بنده د پنځو تنو هغه کاناډايۍ امريکايۍ کورنۍ اوس د راپورونو له مخې له پاکستانه وتلې چې پاکستاني پوځیانو د افغان طالبانو له پنځه کلنې برمتې خوشي کړل.

ولسمشر ټرمپ ويلي خلاصون کې يې د پاکستان همکاري د امريکا دې غوښتنو ته د درناوي په معنا ده، چې سيمه کې دې د امنيت ټينګښت لپاره نور کار هم وکړي.

کاناډايی جاشوا بويل او مېرمن یې کېټلان کولمن په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان کې د سيلانۍ پر مهال تښتول شوي وو. بيا يې له طالبانو سره د بند پر مهال درې ماشومان هم زېږېدلي وو. دوی د امريکا له پټو معلوماتو وروسته کورمه اېجنسۍ کې د پاکستان د پوځ له لوري ژغورل شوي دي.