کوټه او بنو کې برید د پولیسو په ګډون ۸ کسان ووژل او ۲۲ ټپیان شول

د انځور حقوق AFP
Image caption کوټه کې سږ کال له شلو ډېر پولیس وژل شوي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د چاودنې له امله د پولیسو د چټک غبرګون ډلې پنځه سرتېري او یو بل کس وژل شوی او ۲۲ کسان ټپیان دي.

د پېښې ټپیان د کوټې عامه روغتون ته لېږدول شوي، خو د ځینو حالت نازک ښودل شوی دی. په ټپیانو کې ۱۵ پولیس دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي بي بي سي ته ویلي چې پولیسو ځانګړي ځواکونه په یوه ټرک کې ښار ته راون و، چې له دغه برید سره مخ شول.

* په کوټه کې درې پولیس سرتېري وژل شوي دي

* کوټه: د امنیتي ځواکونو پر ګاډي برید کې ۱۵ کسان وژل شوي

نوموړی زیاتوي، د پېښې د ډول په هکله پلټنې کوي، مګر د ځانمرګي برید شونتیا نه ردوي.

یو پولیس وايي، باروت په موټر کې و او د پولیسو د ګاډي په رسېدو سره وچاوېدل.

له دې پېښې لږ وروسته د کوټې په قمبراني سړک هم وسلوالو یو پولیس وژلی دی.

طالبان وايي، برید دوی کړی

ر د انځور حقوق .
Image caption د پولیسو ټرک

د پاکستان د طالبانو غورځنګ ویاند رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي دا برید دوی کړی.

محمد خرسانی وايي، په دغه ځانمرګي برید کې یې ملیشه ځواکونه په نښه کړي دي.

* په کوټه کې وير او کاربنديز

* کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز برید

بلوچستان کې د ناامنۍ له امله پر نورو پېښو سربېره پر پولیسو هم بریدونه کېږي.

په روان کال کې د ورته پېښو له امله د دوو چارواکو په ګډون له شلو ډېر سرتېري وژل شوي دي.

په بنو کې ورته برید

د انځور حقوق .

له بلې خوا د پاکستان ځايي رسنۍ وايي، چې د پښتونخوا په بنو کې هم دوه سرتېري وژل شوي دي.

د ځايي چارواکو په خبره، د دې سرتېرو موټر هم د بنو له جلال تلاشۍ پوستې سره نږدې په ریموټي بم برابر شوی دی.

ورته مطالب