جماعت الاحرار د خپل مشر وژل کېدل ومنل

د انځور حقوق Reuters
Image caption جماعت الاحرار خپل فعالیت له مومند قبایلي سیمې پیل کړ.

په پاکستان کې د څو بریدوونو مسوولیت مننونکې ډلې جماعت الاحرا ویاند وايي، مشر یې خالد خرسانی د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

اسد منصور وايي، د مشر ترڅنګ یې نهه نور وسلوال هم په دغه برید کې وژل شوي دي.

عمر خالد خراسانی د جماعت الاحرار مشر و او په پاکستان کې یې د څو چاودنو مسوولیت منلی و.

* د پاکستاني طالبانو جماعت الاحرار ډله څوک دي؟

* د مومند ایجنسۍ برید مسوولیت 'جماعت الاحرار' ډلې ومانه

عمر خالد خراسانی چې اصلي نوم یې عبد الولي و په ۲۰۱۵ کال کې د ناټو ځواکونو په یوه هوايي برید کې سخت ټپي شوی و.

دا خبر په داسې مهال دی چې قبایلي سیمې کورمې ایجنسۍ سره نږدې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په دریو بریدونو کې له ۳۰ ډېر وسلوال وژل شوي دي.

له دې بریدونو وروسته داسې رپوټونه هم و چې د وژل شویو ډېر مړي پاکستان ته لېږدول شوي دي.

پاکستان ته د ټېلرسن سفر

د انځور حقوق Reuters
Image caption خالد عمر خرسانی پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر درشل کې وژل کېږي.

د عمر خالد خراساني وژنه په داسې مهال ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته په سفر روان دی.

شنونکي وايي، اسلام اباد له څه مهال راهیسې له واشنګټن غوښتل د هغو وسلوالو پرضد بریدونه وکړي چې د ډیورنډ کرښې افغان لوري ته پټنځي لري او پاکستان کې بریدونه کوي.

* ویاندویان خو تل نیول کېږي!

* د پاکستاني طالبانو ویاند له دندې ګوښه کړل شو

جاعت الاحرار پر ۲۰۱۴ کال له پاکستاني طالبانو بېله او داعش سره یو ځای شوه، خو یو کال وروسته یې وویل له پاکستاني طالبانو سره یو ځای کېږي چې د القاعده ملګري دي.

د دې ډلې پخواني ویاند احسان الله احسان په وروستیو کې له خپلې ډلې لاس واخیست او پوځ ته یې ځان وسپاره.

د جماعت الاحرار بریدونه

ر د انځور حقوق EPA
Image caption جماعت الاحرار پاکستان کې د مرګونو بریدونو مسوولیت منلی دی.

جماعت الاحرار په پاکستان کې په مرګونو بریدونو تورنه ده.

دې ډلې تېر کال د پنجاب د مرکز لاهور په ګلشن اقبال پارک کې د چاودنې مسوولیت ومانه.

* ۳ بریدونو کې ۱۰ پاکستانیو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښتله

* پېښور او مومندو ایجنسۍ ځانمرګي بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي

په هغه برید کې د ۲۹ ماشومانو په ګډون ۷۰ کسان ووژل شول.

دې ډلې په کوټه کې یوه روغتون ته نږدې د چاودنې مسوولیت هم منلی چې ۷۴ کسان پکې وژل شوي دي.

غازي عملیات

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption د جماعت الاحرار ویاند څه مهال د پاکستان پوځ ته ځان وسپاره.

جماعت الاحرار د روان کال فرورۍ کې د غازي اپرېشن په نوم پاکستان کې د عملیاتو د نوي پړاو د پیلولو خبره وکړه.

پر ۲۰۰۷ کال د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پر سور جومات(لال مسجد) د پاکستان د پوځ عملیاتو کې د وژل شوي عبدالرشید غازي نوم دې عملیاتو ته ور کړل شوی و.

خو سور جومات پر دې نوم نیوکه وکړه.

ورته مطالب