بلوچستان: شهرګه کې پنځه کان کیندونکي مړه شوي

د سکرو مزدور د انځور حقوق AFP

د بلوچستان په پښتون مېشته هرنايي سیمه کې د سکرو په درو ماینو کې لږ تر لږه پنځه کان کیندونکي مړه شوي او دوه نور لاهم بند پاتې دي.

د هرنايي ولسوالۍ د چارواکو په خبره دغه پېښه د شارګې سیمې په سکرو ماینو کې شوې، چې د غره د نړېدو له امله لومړی په دریو ماینو کې پنځه کان کیندونکي بند شوو، چې له دوو يې وروسته یو یو مړی او یو یو ژوندي را ویستل.

خو په درېیم ماین کې د بند پاتې دوو کان کیندونکو د ژغورنې لپاره پنځه نور کان کیندونکي دې ماین ته ورغلل، چې پر هغوی غر را ونړېد او هم هلته بند پاتې شول.

چارواکي وايي، تر اوسه له درېواړو ماینونو د پنځو کان کیندونکو مړي را ایستل شوي او دوه نور لاهم بند پاتې دي.

په بلوچستان ایالت کې د سکرو ماینونو کتونکي حکومتي چارواکي افتخار بي بي سي ته وویل، په یاده سیمه کې یو غر نړېدلی، چې ورسره درې ماینونه نړېدلي دي او د ځينو ماینو د هوا لارې بندې شوې دي. د ښاغلي افتخار په خبره تراوسه يې د پنځو تنو مړي را ایستلي، خو دوه نور لاهم بند پاتې دي، چې وېره ده، هغه دوه به هم مړه شوي وي.

بلوچستان کې د اوو کان کنستونکو مړي موندل شوي

پاکستان: د سکرو په کان کې چاودنې ۳۲ کسان ووژل

تردې وړاندې تېره میاشت د بلوچستان ایالت په دوکۍ، هرنايي او سورینج سیمو کې د سکرو په ماینونو کې په ورته پېښو کې اته کان کیندونکي وژل شوي و.

په کوټه کې ددې کان کیندونکو د اتحاديې یوه ځايي مشر لالا سلطان له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د چارواکو د بې غورۍ له امله ددغه ایالت په سکرو ماینونو کې اکثره وخت ورته پېښې کېږي، چې دده په خبره ذمه واره يې همدا چارواکي دي.

د لالا سلطان په خبره د سکرو په ټولو ماینو کې د ځان ساتنې اصولو ته پام نه کېږي او تر هغه چې دغه اصول مراعت شوي نه وي، د کان کیندونکو د مرګ ژوبلې به همدا حال وي.

خو ددې ماینونو د پلټونکو مشر چارواکی افتخار بیا بي بي سي ته وویل، له دوی سره په ټول ایالت کې یواځې لس پلټونکي دي، چې د همدې ماینو کتنه وکړي، چې د سلګونو ماینونو لپاره یواځې لس پلټونکي بېخي د نشت برابر دي او باید ددوی شمېر نور زیات کړل شي.

د بلوچستان د ایالتي چارواکو په خبره په روان عیسوي کال کې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د سکرو کان ماینونو په ورته پېښو کې تر دېرشو زیات کان کیندونکي وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.