کوټه: د ترهګرۍ قرباني شوې مېرمنې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کوټه: د ترهګرۍ قرباني شوې مېرمنې

بلوچستان کې ترهګرو بريدونو د هزاره لږکيو زرګونه کسان وژلي دي. د دغې ټولنې پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښو سلګونه کورنۍ بې مېړو کړې، چې له امله یې ښځينه اړ شوې د روزۍ ګټلو لپاره مزدوريو ته ملاوې وتړي.

پايله کې يې د کوټې هزاره مېنه کې يو شمېر داسې کاروبارونه پيل شوي چې هزاره ښځينه يې چلوي.

يو تازه کاروبار يې هم يو رستورانت دی چې له پخلي نيولې د مېزونو تر ادارې پورې بېلابېلې دندې يې ښځې ترسره کوي.

اړونده مطالب