د پاکستان د قانون وزیر استعفا ورکړې

. د انځور حقوق NA.GOV.PK
Image caption په فیض اباد کې د اسلامپالو مظاهره ۲۲مې ورځې ته غځېدلې ده

په پاکستان کې له تېرو ۲۲ ورځو مظاهرو د دغه هیواد ولسي حکومت دې ته اړ کړ، چې د قانون وزیر زاهد حامد له دندې لرې کړي.

اوس ښاغلي حامد خپله استعفا د هیواد لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ته استولې، چې د ورځې په اوږدو کې به يې ښاغلی عباسي استعفا قبوله کړي.

د قانون وزیر تر هغه وروسته خپله استعفا لومړي وزیر ته واستوله، چې د شنبې په ورځ يې د پنجاب ایالت له مشر وزیر شهباز شریف سره لیدنه شوې وه او پرون یکشنبه بیا ددغه هیواد ولسي او پوځي مشران سره راغونډ شوي وو.

* د اسلامپالو احتجاجونه د پاکستان لر او بر ته غځېدلي

* پاکستان: له پوځ نه د امنیت ساتلو غوښتنه شوې

* د حافظ سعید پر ازادولو پاکستان ته د امریکا خبرداری

د ولسي او پوځي مشرانو ترمنځ به دې غونډه کې پرېکړه شوې وه، چې د مظاهره چیانو پر ضد له زوره کار نه اخلي او د خبرو له لارې به د دوی احتجاج ختموي او دغه ستونزه به هواروي.

د حکومت او مظاهره چیانو ترمنځ هوکړه لیک چې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر احسن اقبال او د مظاهره چیانو لبیک یارسول الله غورځنګ د مشر خادم حسین رضوي لاسلیکونه پرې شته، ټولې شپږ غوښتنې شوې دي، چې مهمې غوښتنې يې د قانون د وزیر استعفا او د نیول شويو مظاهره چیانو خوشي کول دي.

په دې هوکړه لیک کې لاندي لیکل شوي، چې دغه خبرې اترې د پاکستاني پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په هلو ځلو شوې او د هغه د یوه ځانګړي استازي تورن جنرال فیض محمد په مرسته دغه خبرې اترې کامیابه شوې.

د انځور حقوق EPA
Image caption امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو د تیتولو په پار عملیات کړي دي

د اسلام اباد په فیض اباد څلورلاره په سلګونو قهرجن مذهب پالي مظاهره چیان له تېرو ۲۲ورځو راهیسې په احتجاج دي او د راولپينډۍ او اسلام اباد ترمنځ مهمه لاره يې تړلې ده.

د اسلام اباد دغه مظاهره تر هغه وروسته د پاکستان نورو سیمو ته وغځېده، چې د شنبې په ورځ امنيتي ځواکونو د فیض اباد د مظاهره چیانو د شړلو لپاره عملیات پېل کړل.

دغو مظاهره چیانو چې د پاکستان د قانون وزیر زاهد حامد يې دین ته په سپکاوي تورن کړی، دده د استعفا غوښتنه يې کوله. خو په پاکستان کې ډېری نور بیا په دې باور دي، چې اصل کې ددې مذهب پالو مظاهره چیانو تر شا ددغه هیواد د پوځ لاس دی، چې د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ولسي حکومت چې (د نوازشریف د ګوند حکومت دی) نسکورول غواړي.

ښاغلی شریف وړاندې لا د دغه هیواد سترې محکمې د درغلۍ په یوه قضیه کې له دندې لرې کړ، چې د ښاغلي شریف پلویان يې تر شا ددغه هیواد پوځ تورنوي.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب