د پېښور پر کرنې پوهنتون د وسله والو برید
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پېښور پر کرنې پوهنتون د وسله والو برید

د پېښور پر کرنې پوهنتون، وسله والو، برید کې نهه کسان وژلي دي. اورپکو بورقې اغوستې وې، او پر پوهنتون یې بلوا ور وړه. په وژل شویو کې اته محصلین دي او یو بل کس د پوهنتون کارکوونکی و.

وروسته بیا پوځ، ټول برید ګر ووژل. د برید مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی دی. په ۲۰۱۴ کال کې هم، طالبانو په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي برید وکړ او تر ۱۴۰ ډېر زده کوونکي يې ووژل. رحمان الله د پېښې له ځآیه رپوټ راکوي.