پاکستان کې د 'هندوستان زنده باد' لیکلو له کبله ځوان پولیسو نیولی

له دې مخکې پاکستاني پولیسو پنجاب ایالت کې عمر دراز نومي سړی ځکه نیولی و، چې وايي د کور پر چت یې د هند بیرغ ټومبلی و. د انځور حقوق Getty Images
Image caption له دې مخکې پاکستاني پولیسو پنجاب ایالت کې عمر دراز نومي سړی ځکه نیولی و، چې وايي د کور پر چت یې د هند بیرغ ټومبلی و.

پاکستان کې پولیسو هغه ځوان نیولی چې د کور پر بهرني دیوال یې ژوندی دې وي هندوستان شعار لیکلی و. پولیسو دغه ځوان د خیبر پښتونخوا په هري پور سیمه کې نیولی دی. د پولیسو رپوټ کې د نیول شوي ځوان عمر ۲۰ کاله او نوم یې ساجد شاه لیکل شوی دی.

پولیس وايي له معلوماتو تر لاسه کولو وروسته پولیس د دغه سړي کور ته ورغلل او ویې لیدل، چې د کور پر بهرني دیوال یې 'هندوستان زنده باد ' لیکل شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده چې دغه سړي ولې پاکستان کې د خپل کور پر دیوال دغه شعار لیکلی دی.

له دې مخکې پاکستاني پولیسو پنجاب ایالت کې عمر دراز نومي سړی ځکه نیولی و، چې وايي د کور پر چت یې د هند بیرغ ټومبلی و.

پاکستان کې یو سړی د هند د بیرغ پورته کولو له امله نيول شوى

"اسلام اباد کې د داعش بیرغ ټول پاکستان کې وېره پیدا کړې"

ویل کېږي دغه ځوان د پاکستاني قانون د ۵۰۵ مادې له مخې نیول شوی دی، چې پاروونکې، له تعصب او تبعیض ډکې، کرکه خپرونکې څرګندونې یا د پوځي چارواکو د دندو پر وړاندې د خنډونو رامنځته کولو په څېر مسایل رانغاړي.

د پاکستان سترې محکمې کې د بشري حقونو یو مدافع وکیل ذوالفقار بهټه وايي، دا باید معلومه شي، چې دغه ځوان ولې دغه شعار لیکلی دی.

نوموړی زیاتوي 'او دا به څنګه معلومېږي، چې نوموړي د څه ډول نیت له مخې داسې لیکل کړي دي؟ '

ښاغلی بهټه وايي:

''که دغه ځوان د کوم دښمن هېواد په خوله داسې کړي وي، یا یې له هغوی پېسې اخیستې وي او یا یې د چا په لمسون دغه کار کړی وي، خو کېدای شي دا یو جرم وبلل شي، خو که یو چا د رواني ستونزو له کبله داسې کړي وي او یا یې رواني حالت ښه نه وي، نو بیا یې دغه کړنه په هېڅ صورت جرم نه شي بلل کېدای. ''

اړونده مطالب