د زور له لارې خیبر پښتونخوا کې د سیکانو مسلمانولو ته اندېښنې

د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج د خپل هېواد اوسېدونکو سیکانو ته ډاډ ورکړی، چې د دې موضوع پر سر به له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج د خپل هېواد اوسېدونکو سیکانو ته ډاډ ورکړی، چې د دې موضوع پر سر به له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

هندي چارواکو د هغو رپوټونو په تړاو اندېښنه ښوولې، چې ګواکې د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې مېشت سیکان اړ ایستل کېږي، چې مسلمانان شي.

د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج د خپل هېواد اوسېدونکو سیکانو ته ډاډ ورکړی، چې د دې موضوع پر سر به له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

څو ورځې مخکې پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټرېبیون یو خبر خپور کړی و، چې ګواکې هنګو کې یو لوړ پوړی حکومتي چارواکی ځايي سیکان اړباسي، چې مسلمانان شي.

د بي بي سي خبریال شکیل اختر وايي، د سې شنبې پر ورځ د هندي پنجاب اعلی وزیر امریندر سینګ په یوه ټویټر پیغام کې له وزیرې سوشما سوراج غوښتي، چې دغې موضوع ته پام وکړي او له پاکستان حکومت سره پرې خبرې وکړي.

ښاغلي سینګ لیکلي:

''موږ سیکان په دغسې جبر غلي نه شو پاتې کېدای. دا زموږ مسوولیت دی، چې د سیکانو مذهبي پېژندګلوۍ خوندي وساتو. د بهرنیو چارو وزارت باید تر ټولو په لوړه کچه له پاکستان سره په دې تړاو خبرې وکړي. ''

مېرمن سوراج د ټویټر پر دولتي پاڼه ځواب ورکړی:

''موږ به د دغې موضوع پر سره ډېر ژر له پاکستاني حکومت سره تر ټولو په لوړ کچ وغږېږو. مېرمن سوراج دغه پیغام اسلام اباد کې د هند سفارت له پاڼې سره هم غوټه کړی دی. ''

د پاکستانۍ ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، د هنګو اوسېدونکو سیکانو له ځايي مرستیال ملکي افسر 'ډپټي کمشنر ' سره لیدلي او هغه ته یې شکایت کړی، چې د تال یعقوب خان سیمې مرستیال تحصلیدار ځايي سیکان مجبوروي، چې مسلمانان شي.

د مسلمانانو زیارت کې سیک مینجور

"د پاکستان تعليمي نصاب کې د لږکيو پر وړاندې کرکه ښوول کېږي"

د پاکستان قبايلي سيمو کې څلور غير مسلمان ملکان

دوی خپله عریضه کې ویلي:

''د اساسي قانون له مخې موږ پر خپل مذهب منلو او عملي کولو حق لرو، موږ له تاسې غواړو، چې له مرستیال تحصلیدار نه دې لړ کې پوښتنې ګروېږنې وکړئ. ''

ځايي چارواکي وايي، په زوره هېڅوک نه اړ ایستل کېږي، چې مذهب بدل کړي، خو د سیکانو شکایت ته په کتلو سره د دوی یوه غونډه رابلل شوې ده.