پاچا خان پوهنتون د هلکانو او نجونو پر گډې گرځېدا بنديز لگولى

پاچا خان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پوهنتون په انگړ کې پر سګرټ څکاوي او د ټوکو په بڼه د نويو محصلينو پر ځورونې هم بندیز لګېدلى

خیبر پښتونخوا کې د پاچا خان پوهنتون چارواکي وايي، د پوهنتون په ودانۍ کې يې دننه د نارينه او ښځينه محصلينو پر گډې ناستې او گډې گرځېدا بنديز لگولى.

د دغه پوهنتون ادارې خپله دا پرېکړه د يوې وينا پاڼې په خبرولو محصلينو ته څو ورځې وړاندې اعلان کړې او ورته ويلي يې دي چې له دې وروسته هلکان او نجونې دې پوهنتون کې دننه گډې ناستې نه کوي او ښځينه محصلينې دې د پوهنتون له نارينه کارکوونکو سره نه گرځي.

‎د پوهنتون مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر محمد شکیل بي بي سي سره خبرو کې وويل " له دغه راز بنديزه د دوى مو خه دا نه ده چې له پوهنتون نه مدرسه جوړه شي، بلکې د دغه گام هدف دا دى چې محصیلین خپل وخت خراب نه کړي."

‎د پوهنتون ادارې همدا راز د پوهنتون په انگړ کې پر سګرټ څکاوي، پر ځان د څادر يا پټو تاوولو، د ټولگيو بامونو ته پر ختلو او د ټوکو په بڼه د نويو محصلينو پر ځورونې هم بندیز لګېدلى.

Image caption د پا چا خان پوهنتون دغه پرېکړه په پوهنتون کې دننه هم ځينو نيوکو سره مخامخ شوې ده

د پا چا خان پوهنتون دغه پرېکړه په پوهنتون کې دننه هم ځينو نيوکو سره مخامخ شوې ده.

د پوهنتون وياند سعيدالله وايي هلکان او نجونې په دغه پوهنتون کې په گډه زده کړې کوي نو د دوى گډ گرځېدل يوه عادي خبره ده.

جماعت اسلامي: له تعليمي نصابه مو د پاچاخان نوم لیرې کړ

"د ډیورنډ کرښې تړلو سره سره پاکستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی نه دی"

دا پرېکړې پر خواله رسنيو هم گڼ غبرگونونه پارولي دي. ځينو د پوهنتون د ادارې دا پرېکړه ستايلې خو بيا گڼ شمېر نورو پرې نيوکې کړې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب