په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان تر ټولو غوره لس انځورونه

بادشاہی مسجد د انځور حقوق Wasif/Wikimedia
Image caption په لاهور کې د پادشاهي جومات تر څنګ د لمر د لودیدلو انځور چې د منظرې شاته د روای د سیند بهېدل هم لیدل کېږي.

په لاهور کې د پادشاهي جومات تر څنګ د لمر د لودیدلو انځور چې د منظرې شاته د روای د سیند بهېدل هم لیدل کېږي.

د نړۍ د غوره انځورونو په سیالیو کې ۱۵ انځورونه غوره شوي، خو د پاکستان د یو انځورګر اثر هم پکې نشته.

پر ۲۰۱۶ کال په دې سیالیو کې د درې پاکستانیو انځورګرو انځورونه په لس غوره انځورونو کې شامل وو .

د ويکي لوز مونومنټس په نوم دغه سیالۍ په ۲۰۱۱ پیل شوې دي.

د سږګال دغه سیالۍ ويکي میډیا فونډیشن، ینسکو او فلکلر په ګډه په دې موخه جوړ کړې چې د تاریخي او کلتوري ځایونوو د خوندي ساتلو لپاره خوځښت رامنځ ته کړي.

بلتیت د انځور حقوق Hammad Hassan Baloch/Wikimedia
Image caption په هنزه غره کې بلتت کلا

د ويکي میډیا په خبره، د غه انځورونه د دغو هېوادونو د قومي یادګارونو اړوند انځور وړاندې کولو کې مرسته کوي.

دراوڑ د انځور حقوق Fassi Farooq/Wikimedia
Image caption چولستان دښته کې د دراوړ کلا

د سږکال په سیالیو کې له ۵۲ هېوادونو نه لس زره کسانو دوه نیم لکه انځورنه پورته شوي.

د ویکي میډیا د خبرو په اساس له پاکستان نه ۲۷۰ انځورګرو ګډون درلود چې څه باندې ۱۹۰۰انځورونه یې دې نندارې ته وړاندې کړي وو.

فیصل مسجد د انځور حقوق Azhar/Wikimedia
Image caption اسلام اباد کې فیصل جومات

ویل کېږي پاکستان په ۲۰۱۴ کال کې د ویکي لوز مونومنټس غړی شو او تر اوسه په پاکستان کې ۱۵۰۰ کسانو له ۲۷۰۰۰ ډېر انځورونو دې ادارې ته پورته کړي دي.

ويکي میډیا د پاکستان د ژوري پلاوي له لوري د دغه هېواد لس غوره انځورونه وړاندې کړي دي.

فریئر د انځور حقوق Asim Iftikhar Nagi/Wikimedia
Image caption د کراچۍ فرییر هال په لس غوره انځورونو کې شامل دی.
Karachi Municipal Corporation Building د انځور حقوق Ali Raza Khatri/Wikimedia
Image caption د کراچۍ میونسپل کارپوریشن ودانۍ
Buddhist ruins of Takht-i-Bahi by Hidayat-ur-Rehman د انځور حقوق Hidayat-ur-Rehman/Wikimedia
Image caption د پښتونخوا په تخت بهايي کې د بودایي مهال کنډوالې
Tomb of Shah Rukn-e-Alam by Syed Bilal Javaid د انځور حقوق Syed Bilal Javaid/Wikimedia
Image caption په ملتان کې د شاه رکن عالم مزار
لاہور د انځور حقوق MARIYAM AFTAB/Wikimedia
Image caption د لاهور موزیم
Wazir Khan Mosque by Moiz Ismaili د انځور حقوق MOIZ ISMAILI/Wikimedia
Image caption لاهور کې د مغل د وخت وزیرخان جومات

.