اسراییل د ایران د مخنیوي لپاره له عرب هيوادونو سره ټلواله جوړول غواړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی بنت د اسراییل د کابینې یو مهم غړی دی.

د اسراییل د ښوونې وزیر نفتالي بنت له بي بي سي سره په مرکه کې وویل؛ اسراییل په منځني ختیځ کې د ټلوالې جوړول غواړي.

ښاغلي بنت زیاته کړه له منځ لارو عرب هېوادونه سره د ایران پر ضد ټلواله به د ګډو ګټو له مخې وي.

هغه بي بي سي ته وویل:" موږ د ټلوالۍ په لټه کې یو او دا د منځ لارو عربو هېوادونو په ګټه هم ده چې غواړي ایران مهار شي.

"ایران تر اسراییل ډیر هغوی ګواښي، موږ(اسراییل) غښتلي یو. "

له دې وړاندې هم ځینې اسراییلي چارواکو ویلي چې د عرب هېوادونو مرستې ته اړتیا لري.

نفتالي بنت بي بي سي ته وویل؛ اسراییل او عرب یو بل ته یو شان اړتیا لري، په سوریه او لبنان کې د ایران د نفوذ زیاتوالی ځینې هغه دلیلونه دي چې د عربستان او اسراییل سیاست یې سره نږدې کړی دی.

دا نږدېوالی دې پولې ته رسېدلی چې څو ورځې مخکې یو اسراییلي وزیر له ملک سلمان غوښتي و چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو خپل هېواد ته وغواړي او خپل ولیعهد محمد بن سلمان اسراییل ته ولیږي.

* اسراییل او ترکیه یو بل په ترهګرۍ تورنوي

* د عراق او اسراییل د ښکلا ملکو ګډ انځور غوغا جوړه کړه

* د اسراییل لوی درستیځ: د ایران په تړاو له سعودي عربستان سره ورته نظر لرو

ښاغلي بنت د خبرو په بله برخه کې په نړیواله کچه د اسراییل ګوښه توب رد کړ.

تیره اونۍ د ملګرو ملتونو عمومي جرګې داسې پرېکړه لیک ته رایه ور کړه چې د امریکا له خوا د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندل یې رد کړل.

دا له هغه وروسته دی چې د امریکا ولسمشر له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د خپل سفارت د لېږدولو پرېکړه وکړه.

د اروپا چین او روسیی په څېر د ځواکمنو قدرتونو په ګډون ۱۲۸ هېوادونو دغه پرکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه.

خو نفتالي بنت بي بي سي ته وویل؛ اسراییل په نړۍ کې ګوښه نه دی او ډېر ښه دوه ارخیز اړیکي لري.