" د پاکستان او هند کرېکټ لوبو کې مو هندوستانيان بولي"

Image caption د پېښور په جوگن شاه سيمه کې شا و خوا ٦٠٠ سېک کورنۍ مېشتې دي

د پېښور په زړه کې "جوگڼ شاه" يوازينۍ هندو او سېک مېشته سيمه ده چې لوړې دنګې ودانۍ او تنګې کوڅې لري. پټکي پر سر سړي او موشومان ليدل کېږي او د کوڅې په سر کې څلور پوليس يې د امنيت ساتلو لپاره ولاړ دي. کوڅې ته په نژدې کېدو يوۀ ځوان پوليس راباندې غږ کړ:

"ملګريه څوک يې او چا سره دې کار دى؟"

دا پوښتنه يې ښايي دې لپاره وه چې زه ورته ناشنا ښکارېدم۔

بل اړخ ته مې يو بابا چې د سېکانو پټکى يې پر سر و، ولاړ و. هغه راته وکتل او وې ويل،چا سره مېلا ويږې؟

ما ويل "ګورپال سينګ."

زما د ځواب په اورېدو په موسکا شو او يوۀ وړکي ته يې وويل "هله ژر شه بابا جي ته نارې کړه چې مېلمه يې راغلى."

٢٧ کلن سړى چې تورۀ ږيره يې وه او پر سر يې ژېړ پټکى و، راغى او را ترغاړې وت۔

ګورپال سېنګ د سيکانو د حقونو فعال او په دغه کوچني کلي کې د سېک ماشومانو د يوۀ ښوونځي مشر دى.

گورپال سېنگ هلته شته پوليسو ته په اشاره وويل،

دغه پوليس چې دلته وينې دې لپاره نه دي ولاړ چې گواکې سېکان جنايتکاران دي، دوى د سېکانو امنيت ساتنې لپاره راغلي دي.

په دغه سيمه کې اوس د سېکانو څه د پاسه ٦٠٠ کورنۍ مېشتې دي. دوى له تېرو ٣٣ کلونو راهيسې دلته ژوند کوي. ډېرى دغه سېکان په سوداگرۍ بوخت دي.

Image caption گورپال سېنگ وايي سيکان امن خوښوي

ګورپال وايې"د سېکانو د امن خوښونې يو ثبوت دا دى چې په تېرو ۳۳ کلونو کې د سيمې په ټانه کې د يوه سېک پر ضد هم قضيه نه ده ثبت شوې."

د هغه په خبره، پوليس دلته دې لپاره ولاړ دي چې سيمه له نورو ستونزو لکه له ترهګرۍ خوندي کړي.

له گورپال مې وپوښتل چې تر هګري ورته څومره زيان رسولى؟ وې ويل " چا مې ورور په خپل هوميو پټېک کلينک (د يوناني درملو پلورنځى) کې وويشته، نور به درته څه وايم؟"

خو دى وايې، تر ترهګرۍ يې لويه ستونزه په سېکانو کې د تعليم نشتوالى دى. د هغۀ په وينا کمى يې دومره دى چې د سېک ماشومانو ښوونځي ته ښوونکى له بل ځاى راځي او دومره څوک نشته چې ماشومانو ته سبق ووايي.

"تعليم چې نه وي نو څوک خپل حق نشې پېژندلى او نه خپلو ماشومانو ته د وخت له اړتيا سره سم تعليم ورکولى شي."

هغه وايې په ټول ښار کې د "رايزنګ هوپ" په نامه سېک ماشومانو لپاره دغه يو ښوونځى دى چې په کرايه يې اخستى او څه باندې ۳۰۰ موشومان په کې سبق وايي.

د گورپال په وينا حکومتي واکمنو ته يې وار وار وړانديز کړى چې دغه ښوونځي لپاره ودانۍ واخلي خو لا تر اوسه څه گام نه دى پورته شوى.

Image caption د سېک ماشومانو ښوونځى

ګورپال پاکستان کې پر وروستۍ نفر شمارۍ (وگړ شمېرنه) هم نيوکې وکړي ځکه سېکان د يوۀ لږکي په توگه نه دي شمېرل شوي او دى دا د خپلو خلکو پر وړاندې سپکاوى بولي.

"حکومت ته چې دا نه وي معلومه چې په دغه هېواد کې څومره سېکان دي نو حقونو خوندي کولو لپاره به يې څه ګامونه پورته کړي؟ لومړى دا معلومول په کار دي چې په خيبر پښتونخوا کې څومره سېکان دي۔"

پاکستان کې زيات شمېر سيکان د قبايلو په خيبر او کورمه کې مېشت او په تجارت بوخت و.

دغه سېکان هغه وخت له خيبر او کورمې راووتل او د پېښور په بېلابېلو سيمو کې مېشت شول چې ترهګري يې سوداگري زيانمنه کړه. ډېرى سيکان اوس د جوګن شاه سيمه کې مېشت دي.

سېکان د پېښور په بورډ، رامداس، کوهاټۍ، هشنغرۍ، صدر او کارخانو کې په سوداگرۍ بوخت دي.

ګورپال سنګ دا هم نه مني چې گواکې سېکان په سيمه کې د ترهگرۍ له امله په ډېر شمېر کې هند ته تللي دي. دى وايي هند ته د تللو سېکانو شمېر ډېر کم دى. ۔

نوموړى له حکومته گيلمن دى او وايي هغه حقونه ورته نه ورکول کېږې چې بايد يې ترلاسه کړي. دى وايي له خپل ټاټوبي سره مينه لري دليل يې دا د دوى مذهبې مشر په دغه سيمه کې پاتې شوى.

گورپال وايي مشرانو يې د دغه هېواد پرمختګ لپاره قربانۍ ورکړې، خو د دومره مينې با وجود، د دغي هېواد په تعليمي نصاب کې داسې توکي شته چې ماشومانو ته له نورو مذهبونو د کرکې لارښوونه کوې.

Image caption پېښور کې سېکان په دې وروستيو کې د توندلارو له لوري په نښه شوي دي

گورپال په موسکا وويل " کله چې د هند او پاکستان کرېکټ لوبه وي نو خلک راته زنگ وهي او د هند د بريا مبارکي وايي. زه ډير خپه شم چې خلک په دې هم نه پوهېږي چې سېکان د هند نه بلکې د همدغه پاکستان وګړي دي او پر دغه هېواد هومره حق لري لکه هر يو بل تبع يې چې لري."

هغه وايي دا ټول په تعليمي نصاب کې شته هغو مسايلو له امله دي چې له نورو مذهبونو سره نژدېوالى نه مني.

سېکان په دې وروستيو کې د توندلارو له لوري په نښه شوي.

پېښور کې لږ تر لږه پنځه سېکان د توندلارو له لوري په ۲۰۱۴م کال کې ووژل شول. خو دغه لږکى سره له دغه فشاره اوس هم په ډېر سوله ييز ډول په دغه تاريخي ښار کې ژوند کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب