پاکستان کې افغان کډوال: د وتلو لپاره تر دوو میاشتو ډېر وخت غواړو

کډوال د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان د نړیوالو ادارو له لارې له پاکستانه غوښتي وو، چې د کډوالو د پاتې کېدو موده دې لږ تر لږه شپږ میاشتې وغځوي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د ثبت شویو افغان کډوالو د پاتې کېدو موده دوه میاشتې وغځوله، خو شرایطو ته په کتو کډوال افغانستان ته د ستنېدو لپاره ډېر وخت غواړي.

اسلام اباد تېره میاشت افغان کډوالو ته اعلان کړی و چې په یوه میاشت کې دننه خپل هېواد ته ستانه شي، خو د پاکستان پر دې پرېکړې افغان حکومت نیوکه کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي ترینګلتیا زور دې له کډوالو نه باسي.

افغانستان د نړیوالو ادارو له لارې له پاکستانه غوښتي وو، چې د کډوالو د پاتې کېدو موده دې لږ تر لږه شپږ میاشتې وغځوي.

پرېکړه پر چهارشنبه (سلواغې ۱۱) د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو په غونډه کې شوې چې مشري یې شاهد خاقان عباسي کوله.

په پېښور کې زموږ خبریال رحمان الله وایي، هغو خلکو ته چې د"استوګنې" کارټ یې نه درلود د جنورۍ تر ۳۱ چې پرون و وخت ورکړل شوی و چې کارټ ترلاسه کړي. اوس چې څوک کارټ ونه لري شتون یې غیرقانوني بلل کېږي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغان کډوال وايي باکستان کې ژوند ورته سخت دی

سر له دې افغان دولت او پاکستان مېشتو افغان کډوالو غوښتل د اوسېدو موده یې د اوږدمهال لپاره تمدیده شي، خو داسې ونه شول.

پاکستان کې دېره افغان کډوالو د اسلام اباد دې پرېکړې ته هرکلی ویلی، خو ټینګار یې کړی، چې دا وخت دې نور هم وغځول شي.

له بي بي سي سره خبرو کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل د کمېټې ویاند شیرزاد وویل:"افغانستان اوسني امنیتي وضعیت او د ژمي سختۍ ته په کتو، په دوو میاشتو کې د دوه نیم کډوالو ستنېدل ډېره ستونزمنه چاره ده."

وروسته له چې پر پاکستان د حقاني شبکې د فعالیتونو د درولو فشار راوستل شو، پاکستان وایي ځکه افغان کډوال باسي چې نه شي کولی د کډوالو په کمپونو کې طالبان او کډوال سره جلا کړي، نو د دوی د کډوالو اېستل د اوارۍ یوه لار بولي.