اسلام اباد کې د نقیب مسید د وژنې ضد احتجاج

د پښتنو احتجاج د انځور حقوق KNN

له قبایلو پېل شوی د پښتنو لاریون نن اسلام اباد ته رسېدلی او دلته يې د مطبوعاتي کلب مخې احتجاجي ناسته پېل کړې ده.

که څه هم لومړی دغه احتجاج له وزیرستانه مسود قبیلې پېل کړی، خو اوس يې دغه احتجاج ته د پښتنو د احتجاج نوم ورکړی دی.

"ملالې مو ګورېږي، سترونه يې ماتېږي، ځوانان مو قتل کېږي، د ژوند بېړۍ ماتېږي، دا څنګه ازادي ده؟ " دا هغه سندره ده، چې د اسلام اباد په کشمیر څلورلارې د سلګونو پښتنو په احتجاجي لاریون کې په سپیکرو کې زمزمه کېده.

دغه احتجاج کوونکي پښتانه وايي، دا چې دوی له قبایلو نیولې تر کراچۍ پورې په هېڅ یوه سیمه کې خوندي نه دي او د دوي په خبره په بېلابېلو نومونو ترټل کېږي، در په دره کېږي او وژل کېږي، دوی اوس سپېڅلی احتجاج کوي.

د پښتنو دغه احتجاج که څه هم د هغه پښتانه زلمي تر وژنې وروسته پېل شو، چې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې پاکستانیو پولیسو په ډزو وژلی و او تور یې پورې کړی و، چې دغه ځوان له وسله والو طالبانو سره اړیکې درلودې.

دغه زلمی نقیب مسود نومېده، چې اوس د پاکستان واکمنو د هغه د وژنې پېښه د پولیسو جعلي مقابله بللې او د پاکستان په ستره محکمه کې یې هم قضیه روانه ده.

د انځور حقوق TWITTER
Image caption د کراچۍ ملیر سیمې یوه پولیس افسر راو انوار ادعا کړې وه، چې نقیب مسید د وسله والو طالبانو ډلې غړی و او د همدې ښار شاه لطیف ټاون سیمه کې له پولیسو سره مخامخ ډزو کې وژل شوی دی.

د پاکستان په سنا کې د قبایلو یوه غړي مولانا صالح شاه له بي بي سي سره خبرو کې وویل، که څه هم په احتجاج کې د بېلابېلو ګوندونو غړي شامل دي، خو دغه احتجاج اوس د پښتنو احتجاج دی او د نقیب د قاتلینو له نیولو سره سره يې نورې غوښتنې هم شته.

په اسلام اباد کې د پښتنو په دې احتجاج کې له سیاستوالو او فعالانو سره سره ډېری هغه پښتانه هم ګډون لري، چې د پاکستان په پولیسو او نورو دولتي ادارو کې يې دندې ترسره کړې ده.

رحمت شاه مسود یو له همداسې کسانو څخه دی، چې په کراچۍ کې د پولیسو مرستیال مشر پاته شوی او اوس په دې احتجاج کې دی.

ښاغلی مسود وايي، په کراچۍ کې د پښتانه نوم یوه ستونزه ده او په بېلابېلو نومونو پښتانه وژل کېږي، ترټل کېږي او ورڅخه بډې اخیستل کېږي.

د سلګونو پښتنو دغه احتجاجي ناسته غوښتنه کوي، چې د نقیب مسود په وژنه کې ککړ د پولیسو پخوانی مامور راو انوار دې ژر تر ژره ونیول شي او سزا دې ورکړل شي.

د انځور حقوق EPA
Image caption پولیس افسر راو انوار تښتېدلی او اوس يې پاکستاني امنيتي اورګانونو د نیولو لپاره لټون کوي.

ددوی دویمه غوښتنه د قبایلو او پښتونخوا د هغو تری تم شويو کسانو د خوشې کېدو ده، چې په قبایلي او پښتونخوا کې د وسله والو طالبانو تر فعالیت وروسته تری تم شوی او تور پورې کېږي، چې دغه کسان د پاکستان امنیتي اورګانونو وړي دي.

د کراچۍ پولیسو پخواني مشر راو انوار که څه هم د نقیب مسود تر وژنې وروسته اعلان کړی و، چې نقیب مسود له وسله والو پاکستاني طالبانو سره اړیکې درلودې او دوی له پولیسو سره په یوې مقابلې کې وواژه، خو پر خواله رسنیو د پښتنو فعالانو تر توند غبرګون وروسته پاکستاني واکمنو د نقیب مسود د وژنې په تړاو څېړنې وکړې او هغه يې بې ګناه وباله. تردې وروسته بیا راو انوار وتښتېد او اوس يې پاکستاني امنيتي اورګانونو د نیولو لپاره لټون کوي.

اړونده مطالب