''د ۴۴۰ انسانانو خون د دغه سړي پرغاړه دی''

Image caption دغه غونډه کې ماشومان، ځوانان او سپین ږيري ټول لیدل کېږي.

۲۰۱۳ کال و. د علامه طاهر القادري په مشرۍ پلازمېنه اسلام اباد کې د انقلاب دهرنه) په نامه احتجاجي ناسته کېده. له ۲۰ ګډونوالو مې وپوښتل چې د څه ډول انقلاب راوستلو لپاره دلته یو ځای شوي دي؟

۱۵ نه پرې پوهېدل. درېیو ته د انقلاب مفهوم معلوم نه و. یوې ښځې خو راسره ناندرۍ پیل کړې، چې ولې داسې (بې لارې کوونکي) پوښتنې کوم او له غونډې وروسته ټولو جشن او خوښۍ کولې، چې یو ډول انقلاب راغلی دی، خو د اسلام اباد پریس کلب مخې ته اوس د قبایلي سیمو د اوسېدونکو احتجاجي ناستې بڼه بدله ده.

دغه غونډه کې ماشومان، ځوانان او سپین ږيري ټول لیدل کېږي.

لږ تر لږه د پخوانیو احتجاجونو پرتله له دې هم خبر دي، چې د احتجاج هدف یې څه دی. دغه سلګونه کسان د پنجشنبې پر ورځ ډله ډله اسلام اباد ته ورسېدل. دوی ټول یوه غوښتنه لري او هغه دا چې 'د نقیب الله مسید وژونکی پولیس افسر راو انوار باید ونیول شي او دا چې د وینې بدل وینه ده. '

د پرېس کلب مخې ته یوه لویه کېږدي ولاړه ده. غالۍ غوړېدلې او پزي پراته دي. په پراخ میدان کې ځای پر ځای تصویرونه او شعارونه لیکلي چې پرې د نقیب الله مسید بې محاکمې وژونکي نیولو او محاکمې غوښتنه لیکل شوې.

اسلام اباد کې د نقیب مسید د وژنې ضد احتجاج

نقیب الله مسید پولیسو سره 'جعلي' مقابله کې وژل شوی

نقیب مسید وژل کېدو قضیه: پولیس افسر راو انوار له دندې ګوښه شوی

د غونډې له ګډونوالو سره له خبرو انسان پوهېږي، چې د نقیب الله مسید وژنې د قبایلي سیمو اوسېدونکي څومره غوسه کړي دي او داسې نه ښکاري، چې احتجاج به ژر پای ته ورسوي.

شمایل مسید هم دغو احتجاج کوونکو کې شته او راته یې وویل:

''له سترې محکمې غواړو د کراچۍ ملیر سیمې پولیس افسر راو انوار او ډله یې ونیسي او اعدام یې کړي، دغه سړی د ۴۴۰ کسانو خون پر غاړه لري. '' هغه وايي، 'د قبایلي سیمو پر اوسېدونکو د هېواد هره برخه کې په نښه کېږي او باید دغسې پېښې وڅېړل شي. '

د دغې غونډې ګډونوال د نقیب الله مسید وژنکو محاکمې تر څنګ د خپلو حقونو غوښتنه هم کوي.

اکبر مسید (مستعار نوم) له امنیتي ځواکونو ګیله من دی او وايي، له بنسټیزو حقونو بې برخې دي:

''که کومه پوسته کې چاودنه وشی، ټول کلی تالاشي کېږي، سپکاوی کېږي، خپلو سیمو کې هر ځای درول کېږي، پوښتل کېږو، له هر ۱۰ ګامه وروسته باید ځان ور وپېژنو، ایا موږ پاکستانیان نه یو؟ ''

Image caption د غونډې ګډونوال دغه راز غواړي له سیمو یې خښ شوي ماینونه لرې کړل شي او بې درکه کسان وموندل شي.

د غونډې ګډونوال دغه راز غواړي له سیمو یې خښ شوي ماینونه لرې کړل شي او بې درکه کسان وموندل شي.

د غونډې یوه بل ګډونوال عتیق الرحمان وايي:

''د نقیب الله په څېر زموږ د سیمو ډېر ځوانان وژل شوي دي او یا بې درکه شوي دي، چې د موندلو لپاره یې باید د عدلیې له لوري پلاوی وګومارل شي. ''

د غونډې ګډونوال له ځايي رسنیو هم ګیله من دي، چې په وینا یې غونډې ته یې رسنیو کې ډېر ځای نه ورکوي، خو ځوانانو یې یو حل موندلی دی.

یوه ځوان اعظم دوړ چې پر موبایل ټيلیفون یې ویډیو جوړوله وايي:

''موږ ټولنیزې رسنۍ لرو او هڅه کوو، له همدې لارې خپل غږ تر محکمو ورسوو. ''