پاکستان کې بنګالیان د پېژندنې کړکېچ سره مخ دي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان کې بنګالیان د پېژندنې کړکېچ سره مخ دي

پاکستان کې د وګړو د هویت ثابتولو ادارې حکومت ته وړاندیز کړی چې اساسي قانون کې بدلون راولي چې وکړای شي په دغه هېواد کې مېشتو بنګالیانو ته د پاکستان پېژندپاڼې ورکړل شي.

په پاکستان کې مېشت بنګالي وروسته له هغه د هويت له کړکیچ سره مخامخ شول چې نژدې پنځه لسیزې مخکې بنګله دېش له پاکستانه خپلواکي واخیسته.

که څه هم د پاکستان په کراچۍ اوځېنې نورو لویو ښارونو کې میلیونه بنګالي توکمه خلک شته، خو دوی وايي هېڅکله د دغه هېواد وګړي نه دي بلل شوي او له ډېرو بنیادي حقونو بې برخې دي.