د مشال پلار: داسې ښکاري چې انصاف نه دی شوی

Image caption اقبال لالا

د خیبر پښتونخوا مردان سیمې عبدالولي خان پوهنتون کې مذهب ته د سپکاوي په تور وژل شوي مشال خان پلار اقبال لالا وايي، نه پوهېږي، چې د پریمانه ثبوتونو او ویډیوګانو شتون کې ۲۶ مشکوک کسان څنګه خوشي کړل شوي.

مشال خان تېر کال د پوهنتون یو شمېر کارکوونکو او محصلینو له سخت تشدد وروسته ډلې وژلی و. پاکستانۍ محکمې د چارشنبې پر ورځ دغه قضیه کې یو سړی په اعدام محکوم کړ او ۳۰ نور یې بندیان کړل، خو ۲۶ کسان یې بې ګناه وبلل او خوشي یې کړل.

د برتانیا له برمنګهم ښاره بي بي سي سره خبرو کې اقبال لالا وویل:

''داسې ښکاري، چې انصاف نه دی راسره شوی. ''

هغه وايي:

''له ټولو فشارونو او ستونزو سره سره مې په یوازې سر دغه قانوني جګړه وکړه، هدف دا و، چې د پاکستان مخ روڼ او څرګند ښکاره شي او د هېواد راتلونکي مشالونه خوندي پاتې شي، خو له پرېکړې داسې ښکاري چې انصاف ګډوډ شوی دی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د مشال خان له پلار اقبال خان سره ځانګړې مرکه

نوموړي ویلي، د هغو کسانو خلاف به سترې محکمې ته لاړ شي، چې محکمې خوشي کړي دي. د محکمې پرېکړه کې ویل شوي، خوشي شویو کسانو پر مشال خان تشدد نه دی کړی، بلکې یوازې هلته ولاړ وو یا یې ویډیويي کلیپونه ثبتول.

اقبال لالا وايي:

''دا یوازې زما د زوی وژنې محاکمه نه وه، بلکې دغه قضیه کې د حکومت واکمني ګواښل شوې، یو ډول د دولت پر واک ملنډې وهل شوې دي او دغسې حالت کې که انصاف نه کېږي، دولت ته هم زیان اوښتی. ''

نوموړي ویلي، 'که صوبايي حکومت د خوشي شویو کسانو پر ضد محکمې کې استناف غوښتنه کوي، دا ښه پرېکړه ده، خو په وینا یې صوبايي حکومت ورسره هغسې مرسته نه ده کړې، چې تمه یې درلوده. '

د مشال پلار اقبال لالا یوه میاشت مخکې یوې غونډې کې د ګډون لپاره برتانیا ته تللی او لا هم دغه هېواد کې اوسي.

ورته مطالب