پښتونخوا: صوابۍ کې د پنځو ماشومانو مور د پت په نامه وژل شوې

پښتونخوا د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان په ډېرو سیمو کې اوس هم ښځې د پت په نامه وژل کېږي. آرشیف تصویر

د پښتونخوا د صوابۍ پولیس وايي، په ګدون امازي سیمه کې یوه تن خپله ښځه د غیرت په نامه وژلې ده. په صوابۍ کې د پولیسو مشر سهېل خالد د بي بي سي خبریال رفعت اورکزي ته ویلي، د تاجبر خان په نامه یوه کس د بدلمنۍ په تور خپله ښځه لومړی په چړو وژلې، بیا يې سر ترې غوڅ کړی او مړی يې ټوټې ټوټې د خپل کور په غولي کې ښخ کړی دی.

د صوابۍ د پولیسو په خبره دغه پېښه څو ورځې وړاندې شوې، او دوی د وژل شوې مېرمنې د پلار په خواست رپوټ ثبت کړی. پولیسو د اوس لپاره د وژل شوې مېرمنې پلار نیولی او هڅه کوي، چې قاتل هم ژر ونیسي.

د پښتونخوا په شمول د پاکستان په ګڼو سیمو کې وخت ناوخته د پت په نامه د مېرمنو د وژلو راپورونه ورکړل کېږي.

د ښځو او بشري حقونو فعالان تر هرې پېښې وروسته کلک غبرګون ښيي، خو لاهم د پت په نامه وژنې همغسې دوام لري.

همدا څو ورځې وړاندې په قبایلي سیمه کُرمه اېجنسيېۍ کې هم یو ځوان هلک او نجلۍ په دې تور ووژل شول چې له کوره تښتېدلي وو او په خپله خوښه یې واده کړی و.

افغانستان کې د ناموس په نامه د ښځو وژنه ډېره شوې

کورمه اېجنسۍ کې هلک او نجلۍ د غیرت په نامه وژل شوي

دغه ډول پېښې که څه هم تر ډېره په انفرادي توګه کېږي، خو وخت ناوخته ان په جرګو کې لا د پت په نامه د وژنو پرېکړې کېږي.

د تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په اګست مياشت کې د کراچۍ په يوه پښتون مېشته سیمه کې یوې جرګې همداسې پرېکړه کړې وه، چې ورسره بیا د پت په نامه تورن هلک او نجلۍ د خپلو کورنیو لخوا وژل شوي و.

شپاړس کلنه نجلۍ بخت تاجه او اتلس کلن هلک غني رحمان د جرګې تر پرېکړې وروسته جلا جلا د خپلو کورنیو له لوري د برق په ټکانونو وژل شوي و او بیا يې د شپې په تیاره کې خاورو ته سپارلي و.

اړونده مطالب

ورته مطالب