بحث: اسلام اباد کې ترسره شوی پرلت به پر پښتنې ټولنې او سیاست څه اغېز وکړي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بحث: اسلام اباد کې ترسره شوی پرلت به پر پښتنې ټولنې او سیاست څه اغېز وکړي؟

دې راډیویي بحث کې پر دې غږېږو چې ددې سوله ییز حرکت، انګېزه څه وه، اغېز به یې څه وي، او په ټوله کې په پښتني ټولنې او سیاست به يې تاثیر څه وي؟

په اسلام اباد کې د پښتنو یو کم ساری احتجاجي پرلت د حکومت ددې ډاډ وروسته چې غوښتنې به یې پوره کېږي پای ته رسېدلی.

دا احتجاج چې په بشپړ ډول سوله ییز و، پاکستان کې د پښتنو ځورونې ته د پای ورکولو، وزیرستان کې د ماینونو له منځه وړلو، د قبایلي وګړي نقیب مسید قاتلانو ته د سزا ورکولو غوښتې سره پیل شوی و، خو ډېری دې پرلت ته د خپل حق لپاره د پښتنو ځوانانو او پېغلو د یو خوځښت د پیل په توګه ګوري.

دې راډیویي بحث کې پر دې غږېږو چې ددې سوله ییز حرکت، انګېزه څه وه، اغېز به یې څه وي، او په ټوله کې په پښتني ټولنې او سیاست به يې تاثیر څه وي؟

بحث کې ددې لاریون او پرلت تنظیمونکی مشر منظور پښتون، د پاکستان د ملي عوامي ګوند مشر افراسیاب خټک او د چارو شنونکی داود اعظمي برخه لري.

کوربه عنایت الحق یاسیني دی.