د ملا فضل الله زوی ډرون برید کې وژل شوی دی

فضل الله د انځور حقوق .

پاکستاني طالبانو منلې، چې د ملا فضل الله زوی عبدالله، د امریکايي ډرون یوه برید کې وژل شوی دی. د جمعې پر ورځ طالبانو یوه اعلامیه کې ویلي، روانه میاشت عبدالله ډېورنډ کرښې ته نژدې باجوړ سیمه کې وژل شوی دی.

اعلامیه کې ویل شوي، دغه برید پر یوه مدرسه شوی و، چې پایله کې یې د ۲۱ نورو کسانو په ګډون د صوفي محمد لمسی او د پاکستاني طالبانو مشر فضل الله خراساني زوی عبدالله وژل شوي دي.

اعلامیه کې ویل شوي، چې عبدالله ۱۶ کلن و.

د جمعې پر ورځ امریکا حکومت هغه چا ته د پینځه میلیونه ډالرو جایزې اعلان وکړ، چې د ملا فضل الله ځای ځایګي دوی ته وروښيي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي د پاکستاني طالبانو غورځنګ پر امريکايي او پاکستاني هدفونو ګڼ بريدونه کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ٢٠١٠ م کال کې د نيويارک ښار په ټايمز واټ کې د چاودنې د ناکامې هڅې او په ٢٠١٤ م کال کې د پېښور پر يوۀ ښوونځي د شوي بريد يادونه کړې چې په کې ١٤٠ تنه ووژل شول.

امريکا د ملا فضل الله نوم د ۲۰۱۵ کال لومړیو کې د نړيوالو ترهګرو په لست کې شامل او بنديزونه يې پرې ولګول.

ملا فضل الله د نړيوالو ترهګرو لست کې شامل شو

پاکستاني طالبانو د خالد مسید وژل کېدل منلي

د پاکستان حکومت مخکې ادعا کړې، چې ملا فضل الله په کونړ ولايت کې دی او له هغه ځايه پر پاکستان د ترهګریزو بريدونو پلانونه چمتو کوي.

۲۰۱۳ کال کې ملا فضل الله د حکيم الله مسيد له مرګ وروسته د پاکستاني طالبانو مشر وټاکل شو.

اړونده مطالب