ملاله: د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ دې واورېدل شي

Image caption ملالې دا څرګندونې په اسلام اباد کې د بي بي سي پښتو خبریال خدای نور ناصر سره په یوه مرکه کړې کړي.

د سولې لپاره د نوبل جایزې ګټونکې او پښتنې فعالې ملالې یوسفزۍ له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، پاکستاني چارواکي دې د هغه غورځنګ غږ واوري چې په دې هېواد کې د پښتنو د حقونو د خوندیتوب لپاره پیل شوی.

ملالې دا څرګندونې په اسلام اباد کې د بي بي سي پښتو خبریال خدای نور ناصر سره په یوه مرکه کړې کړي.

اغلې یوسفزۍ وايي، د پاکستان حکومت دې د دغه هېواد ټولو وګړیو بنسټيز حقونه ورکړي او که هر څوک د حق لپاره راپورته کېږي، نو غږ دې يې واورېدل شي.

نوموړې زیاته کړه چې د پاکستان له لومړي وزیر او نورو حکومتي چارواکو سره په خپلو لیدنو او ناستو کې به هم د پښتنو د ژغورنې د غورځنګ موضوع را پورته کوي او له دوی به غواړي چې د دې غورځنګ خبره واوري.

ملاله یوسفزۍ کابو پنځه نیم کاله وروسته تېره ورځ پاکستان ته ستنه شوه.

له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې هغې وویل، خوشحاله ده چې دومره موده پس خپل وطن ته ستنه شوې او د خپلو خلکو په منځ کې ده.

Image caption ملاله یوسفزۍ کابو پنځه نیم کاله وروسته تېره ورځ پاکستان ته ستنه شوې.

ملالې زیاته کړه په وطن کې به د نجونو له زده کړو سره سره د مېرمنو د حقونو لپاره کار هم وکړي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې لاهم په پاکستان کې ډېری خلک ستاسو پر ضد دي، اغلې یوسفزۍ وویل، دغه خلک ډېر کم دي او ان هغوی ته به يې هم ځواب دا وي، چې پر خپلو نجونو دې زده کړې وکړي.

د ملالې یوسفزۍ په خبره د نجونو د زده کړې شعار يې نه شرقي دی، نه غربي او نه هم سیاسي دی، بلکې هر چاته خواست کوي، چې پر خپلو نجونو زده کړي وکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب