د تور غره بې نومه ژبه په نړیواله کچه وپېژندل شوه

هغه ژبې اوس نړیواله پېژندګلوي موندلې، چې د خیبر پښتونخوا د تور غره په یوه لرې پراته کلي کې ویل کېږي. دغه منکیالي نومې ژبه اوس د هغه نړیوال اتنهولاګ برخه شوه، چې له دې مخکې د نړۍ ۷۰۹۶ ژبې پکې ثبت شوې دي.

منکیالي داسې ژبه بلل کېږي، چې یوازې د دغې غرنۍ سیمې یوه کلي کې یې د څلور او پینځه سووو تر منځ کسان وايي او پرې پوهېږي.

له دې مخکې دغې ژبې کوم ځانګړی نوم هم نه درلود، د شاوخوا سیمې نورو خلکو به د منکیالي، تراوړي، تراوړه یا نور نومونه ورکول او خپله د ژبې ویونکو به معمولاً 'اپاڼ بې اې ' یعنی خپله ژبه بلله.

اوس په اتهنو لاګ کې دغه ژبه د منکیالي په نامه ثبت شوې ده او ویونکو یې هم په همدې نامه منلې.

د انځور حقوق ETHNOLOGUE

د اسلام اباد پوهنتون د ژبو څانګې ډاکټره عظمیٰ انجم بي بي سي ته په دې اړه وویل، ځینې شرطونه شته، چې له پوره کولو وروسته یې د یوې ژبې نوم په اتهنولاګ کې شاملېږي.

د نوموړې په وینا 'یو شرط پکې دا دی، چې د شاملېدونکې ژبې په هکله باید علمي څېړنه شوې وي او په یوه مهمه اړوند مجله کې دغه څېړنه خپره شي، چې له هغه وروسته بیا د ای ایس او په نامه شمېره خپروي او هغه ژبه رسماً د نړیوالو ژبو لیست کې شاملېږي. '

دغه ژبه د تورغر او مانسهره سیمې تر منځ ډنه نومي یوه کلي کې ویل کېږي، چې پر غونډۍ ودان دی. دا وروستیو کې دغه کلي ته لار جوړه شوه او له دې مخکې له شاوخوا سیمې سره د تګ راتګ لار یې هم نه درلوده.

د ماهرینو په آند ښايي د کلي همدې ځانګړتیا له کبله دغه ژبه پاتې شوې ده، چې په شاوخوا سیمو کې یې پښتو یا هندکو ژبې ویل کېږي.

ژبپوه عظمیٰ انجم چې پر دغې ژبه یې څېړنه کړې وايي، دا د دردي ژبو کورنۍ اړوند ژبه ده، چې کشمیري او کوهستاني ژبو سره تړاو لري.

نوموړې وايي 'دغه ژبه ځکه یوه ځانګړې ژبه بللای شو، چې خپل صرف او نحو لري، خپل غږونه لري، خپله ژبنیزه اډانه لري، چې تر اتیا سلنې پورې له نورو ژبو سره توپیر لري. '

Image caption د ځینې نورو برعکس ژبپوه عظمیٰ انجم د دغې ژبې راتلونکي ته هیله منه ده

اتنهولاګ کې د دغې ژبې په اړه لیکل شوی، چې راتلونکی یې له خطر سره مخامخ دی او دا چې هېڅ لیکلی اثر نه لري.

د دغې ژبې یو ویونکی محمد پروېز وايي:

''زموږ ډېرو کلیوالو له کلي بهر ودونه کړي، ښځې یې له ماشومانو سره پښتو یا هندکو وايي او ښايي له همدې کبله به زموږ راتلونکي نسلونه، خپله ژبه پرېږدي. ''

بل لور ته ژبپوه عظمیٰ انجم هیله منده ده او وايي، 'ځايي خلک د خپلې ژبې خوندیتوب ته پام کوي او هڅه کوي، چې دغه کلتوري میراث وساتي. '