کوټه کې جلیلې د نه خوړو اعتصاب پای ته رسولی

جلیلہ حیدر
Image caption جلیله حیدر، چې له څلورو ورځو راهیسې یې د هزاره خلکو د حقونو لپاره ټینګ لږتړ کړی و، ویلي وو، تر هغو به خپل دغه اعتصاب جاري وساتي، چې د پاکستان پوځ ددوی خېمې ته نه وي ورغلی.

د پاکستان بلوچستان کوټه ښار کې د بشري حقونو فعالې جليله حيدر د هزاره وو د حقونو لپاره تر مرګه لوږتړ (د نه خوړو اعتصاب) د پاکستاني پوځ له مشر سره له ليدو وروسته ختم کړ.

په کوټه کې د بي بي سي خبريال محمد کاظم د بشري حقونو د فعال ناصر جمال له خولې ویلي، د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر باجوه سره د ليدو پرمهال باجوه هزاره خلکو ته ډاډ ورکړی چې پر دوی به بندیزونه لرې کړل شي او له دې وروسته يې احتجاجي ناستې ختمې کړې.

جلیله حیدر، چې له څلورو ورځو راهیسې یې د هزاره خلکو د حقونو لپاره ټینګ لوږتړ کړی و، ویلي وو، تر هغو به خپل دغه اعتصاب جاري وساتي، چې د پاکستان پوځ ددوی خېمې ته نه وي ورغلی.

د چارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر د کورنیو چارو د وزیر احسن اقبال په ملګرتیا دغې خېمې ته ورغی او له معتصبینو سره یې ولیدل.

دا اعتصاب هغه وخت پیل شوو چې تېره اونۍ د هزاره قبیلې ځینې وګړي په کوټه کې په ډزو ووژل شول.

د هزاره کسانو هدفي وژنو خلاف تر مرګه د نه خوړو اعتصاب اعلان

"کوټه هزاره قبیلې ته په زندان بدله شوې"

له هزاره وو سره په دې پرلت کې د ښار نورو وګړو هم ګډون کړی و.

د کورنیو چارو وزیر له اغلې حیدر او نورو هغو ښځو سره خبرې وکړې چې خپلوان یې په هدفي وژنو کې وژل شوي وو.

Image caption له جلیله حیدر سره د اعتصاب خېمه کې ګڼ نور خلک هم دېره شوي وو

له خبرو وروسته، د کورنیو چارو وزیر اعتصاب کوونکو ته د جوسو په وېشلو د دوی د نه خوړو اعتصاب مات کړ.

په همدې ځای کې د بي ایم پي ګوند ځینو مشرانو هم د نه خوړو اعتصاب کړی و، چې د وزیر او د پوځ د مشر له ورتګ سره مات شو.

د پاکستان د پوځ مشر د کوټې ښار د امنیت د جاج اخیستو لپاره په سه شنبه ماښام کوټې ته تللی و او د هزاره له مشرانو او نورو سیاسي مشرانو سره یې هلته کتلي وو.

جلیله حیدر هدفي وژنو د هزاره قوم ۳۰۰۰ ښځې کونډې کړې دي او پوځ باید د دوی ستونزې واوري.

ورته مطالب