کوټه کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

د انځور حقوق Getty Images

د بلوچستان په کوټه کې یو پر بل پسې د څو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوې دي.

ويل کېږي دغه چاودنې د کوټې ښار د ملېشه ځواک له سیمه ییز مرکز سره څېرمه شوې دي.

د بلوچستان د کورنيو چارو صوبابي وزير سرفراز بوګټي د سرحدي ځواک د مرستې پر مرکز د بريد پخلی کړی.

تراوسه د مرګژوبلې په اړه کره معلومات نشته او کومې ډلې د دې بريد مسووليت نه دی منلی.

په کوټه ښار کې دغه برید داسې مهال کېږي چې تېره شپه دغه ښار ته نژدې په الماس کلي کې پاکستاني امنیتي ځواکونو د لښکرجنګوي وسلوالې ‌‌‌‌‌‌ډلې د مهم مشر د وژلو ادعا کړې وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب