کوټه کې پر بس برید څلور شیعه مېرمنې وژلې

Image caption تراوسه ددغه برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی

د پاکستان د بلوچستان ایالت په ستر ښار کوټه کې د سه شنبې په ماښام پر یوه بس ډوله موټر برید شوی چې پکې څلور مېرمنې پکې وژل شوې دي.

ددغه ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي بي بي سي ته ویلي، دا پېښه د ښار پر کریاني سړک شوې، چې د ولسي وګړیو یو بس ډوله موټر په نخښه شوی دی.

د بوګټي په خبره نامعلومه وسلوالو پر دغه بس ډزي کړې دي، چې پکې څلور مېرمنې وژل شوې، یوه بله مېرمن او یو نارینه ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، ټول وژل شوي او نارینه هزاره توکمه شیعه مسلکه و او له همدې امله په نخښه شوي دي. په بلوچستان ایالت کې له مودې راهیسې شیعه مسلکه هزاره ګان د سني وسلوالو ډلو لخوا په نخښه کېږي، چې ننی برید تر اوږدې مودې امنيت وروسته پرې شوی دی.

د وژل شويو مېرمنو مړي او ټپیان يې تر پېښې وروسته د کوټې بولان نومي روغتون ته لېږدولي او هلته ملېشه ځواکونو د امنیت کلک تدابیر نیولي دي.

ددغې پېښې ځينې عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، په دغه بس کې لږ تر لږه نهه مېرمنو سفر کاوو، خو وسلوالو یواځې شیعه مسلکه هزاره مېرمنې په نخښه کړې.

په کوټه کې د هزاره و د سیاسي ګوند هزاره ډيموکراټ ګوند مشر عبدالخالق هزاره دغه برید په سختو ټکیو کې غندلی او له واکمنو يې غوښتنه کړې، چې ددوی د وګړیو د خونديتوب لپاره دي اړین ګامونه پورته کړل شي.

بلې خواته ددغه ایالت مشر وزیر نواب ثنا‌ء الله زهري هم دغه برید غندلی او اړونده چارواکو ته يې امر کړی چې ددغې پېښې ذمه واره دي د قانون منګولو ته وسپارل شي.

تراوسه ددغه برید مسؤولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی، خو په تېر وخت کې د ورته بریدونه مسؤولیت رسنیو ته د لښکرجنګوي په نامه سني وسلوالې ډلې قبول کړی.

اړونده مطالب

ورته مطالب