خوست کې د وزیرو یو قومي مشر وژل شوی

ملک عمر خان
Image caption ملک عمر خان وزیر د وزیرستاني کډوالو یو مشر و، چې په دولتي غونډو او د رسنیو له لارې به یې د کډوالو د ستونزو شریکولو کې همکاري کوله.

د افغانستان سوېل ختیځ ولایت خوست سیمه ییز چارواکي وايي، ددې ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د وزیرستاني کډوالو یو قومي مشر ملک عمر خان وزیر پخپل کور کې وژل شوی دی.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ بي بي سي ته وویل، ملک عمر خان تېره شپه وژل شوی:

''په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایم چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلان کډوالو کمپ کې د وزیرو یو قومي مشر ملک عمر خان وزیر د نامالومو کسانو له خوا پخپل کور کې وژل شوی. زموږ امنیتي کسان هلته ورغلل، شاوخوا یې پلټنه پیل کړه، خو تر اوسه ددغه قتل په تور کوم مشکوک کس نه دی نیول شوی''.

ښاغلی ځدراڼ زیاتوي، د ملک عمر خان د قاتلینو لټون روان دی. ملک عمر خان کومه شخصي دښمني نه لرله، بلکې تل به یې د کډوالو د ستونزو په حلولو کې برخه اخیسته.

ملک عمر خان وزیر د وزیرستاني کډوالو یو مشر و، چې په دولتي غونډو او د رسنیو له لارې به یې د کډوالو د ستونزو شریکولو کې همکاري کوله.

د وزیرو دغه قومي مشر شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پرمهال د پاکستان د پوځ له ناسمو کړنو هم پرده پورته کړې ده.

ملک عمر خان په وروستیو کې ویل، چې نه غواړي بېرته وزیرستان ته ستون شي:

''هلته څلور حکومتونه دي، یو حکومت د امریکا و، دویم د طالبانو، درېیم د پوځ او څلورم د قبایلو و، چې د څلورو حکومتونو تر واک لاندې سیمه کې ژوند ستونزمن دی. په یوه حکومت کې زه شپه او ورځ کار ته ملا تړم، خو هلته بېرته نه ځم.''

Image caption ملک عمر خان د خوست ګربزو د کډوالو ګلان کمپ کې پخپل کور کې وژل شوی

په افغانستان کې د شمالي وزیرستان کډوالو بي بي سي ته ویلي، چې افغان حکومت ورسره ډېره مرسته کړې، خو په وینا یې په افغانستان کې ژمی راتلونکی دی او دوی له دې کبله له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

۲۰۱۴ کال کې شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځیانو د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات پیل کړل، چې پایله کې یې ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکي له خپل کور کلي ووتل او یو لسګونه زره یې د افغانستان خوست ولایت ته کډوال شوي وو.

ورته مطالب