د سوات حدیقه د اسیايي نجونو استازې ټاکله شوې

د انځور حقوق
Image caption حدیقه د پښتونخوا او پاکستان لومړنۍ پېغله ده، چې دغه جایزه ورکړل شوې

د پښتونخوا د سوات سیمې حدیقه بشیر په تايوان کې د اسیا د نجونو سفیره نومول شوې او نوموړې د پښتونخوا او پاکستان لومړنۍ پېغله ده، چې دغه جایزه ورکړل شوې.

د نهم ټولګي زده کونکې ۱۵ کلنه حدیقه بشیر په سوات او شاوخوا سیمو کې په ماشومتوب کې د ماشومانو د ودونو پرضد مبارزه کوي.

نوموړې ته تایوان کې یو لړ مراسمو کې دغه جایزه ورکړله شوه.

حدیقه بشیر ته تېر کال په امریکا کې هم د بشري حقونو د سازمان لخوا یوه جایزه ورکړل شوې وه.

حدیقه بشیر له بي بي سي سره په خبرو کې خپله دا جایزه په کوټه او مردان کې د ترهګرۍ په بریدونو کې د وژل شويو وکیلانو په نومونو کړه او ويې ویل، نړۍ ته دا پېغام ورکوي، چې د پښتونخوا وګړي سوله خوښوونکي خلک دي.

حدیقه وايي، تردغې جایزې وروسته يې په سوات کې له یوشمېر خورلڼو سره خبرې شوې او هغوی ټولې ددې په دغه جایزه خوشاله دي او وايي، پر حدیقه ویاړي.

د پښتونخوا یوې بله پېغله او مدني فعاله ثنااعجاز وايي، حدیقه بشیر د سوات په یوه وروسته پاتې سیمه کې فعالیت کوي او تل يې د هغو بې وزلو نجونو لپاره غږ پورته کړی چې په ماشومتوب کې په یوه او بل نوم ودیږي.

د انځور حقوق
Image caption تردې وړاندې د اسیا د نجونو د سفیرانو یا استازو جایزې د هند او تاييوان نجونو ګټلې وې

اغلې ثنا له بي بي سي سره په خبرو کې زیاته کړه، د سوات ملالې یوسفزۍ تر ټولو مخکې د یادې سیمې او پښتانه قام نوم په نړۍ کې روښانه کړ او اوس د همدې له امله د پښتونخوا یو شمېر نورې پېغلې هم همداسې د سولې او ثبات لپاره کار کوي.

تردې وړاندې درې ځله دغه جایزه ورکړله شوې، چې دوه ځله د هند او یو ځل د تاييوان یوې نجلې ګټلې وې او څلورم ځل د سوات حدیقه بشیر ترلاسه کړه.

د پښتونخوا د همدې سوات سیمې ملاله یوسفزۍ چې دا وخت د نوبل جایزې ګټونکې د نړۍ تر ټولو کم عمره نجلۍ ده.

ملاله هغه ماشومه وه، چې په سوات کې يې د وسلوالو طالبانو د واکمنۍ مهال بي بي سي ته یادښتونه لیکل او په دغه يادښتونو کې به يې د ولس او مېرمنو د حقونو او زده کړو حال لیکه.

ورته مطالب