د بشر نويد کالم پښتونخوا: پښتانه خپل يرغمل قيادت غواړي

محمود خان اڅکزی
Image caption يو پښتون لارښود (اسفنديار ولي) کور ته نه راځي، بل (محمود خان اڅکزی) له کوره راوځي. په دغه جواز او ځواب کې اي اين پي وویل!!

چې د ترهګرۍ په پېښو کې هر خاص و عام هدف وګرځېدل، نو سياسي مشران له میدان نه يوې خوا ته شول، له جلسو او ویناوو پرته سياسي ډلو په ځان پخپله پابندۍ ولګولې او ټول خوندي چارواکو ته د ننه شول.

یوازې د مذهبي ډلو مشرانو په جلسو او ویناوو کې په ميدان ودرېدل، خو په هغوى هم اوس اوس حملې وشوې خو د پښتنو قوم پرستو خلاف چې کوم غبرګون موجود دی، هغه د مذهبي ډلو خلاف نشته.

د ترهګرۍ او د ځانمرګو بریدونو په پایله کې پښتانه ولسونه په ډاګه ميدان حيران دريان پاتې شول، په دغه مختلفو ځایونو پښتنو د خپلو مشرانو په حواله عجيبه عجيبه خبرې وکړې.

چا وویل!!

يو پښتون لارښود (اسفنديار ولي) کور ته نه راځي، بل (محمود خان اڅکزی) له کوره راوځي. په دغه جواز او ځواب کې اي اين پي وویل!!

ګوند د خپل مشر د ساتنې لپاره پرېکړه کړې ده چې عوامي جلسو ته به نه راوځي؛ ځکه چې د ګوند لپاره د اسفنديار ولي ژوند ضروري دی.

د پښتونخوا مېپ ځواب دا و!!

دا چې زموږ په پارلماني سياست کې څه رول نشته، نو موږ له پارلمان بهر څه وکړو!!

د پښتنو لپاره په مذهبي ډلو جماعت اسلامي او جمعيت علماء اسلام کې هم کشش شته. خو پښتانه قوم پرست مذهبي پښتنو مشرانو او د هغوى ګوندونو ته پښتانه نه وايي او پښتنو قوم پرستو ته مذهبي ډلې سيکولر وايي، په دغه وجه د پښتنو حجره او جومات دواړه بېل بېل دي.

که پښتني دودونه وايي چې حجره او جومات يو دى، نو په سياست کې حجره او جومات جلا جلا دي، خو بدبختانه د پښتنو حجره او جومات دواړه وران دي.

د حجرې دروازې بندې دي او مېلمه مشکوک دی. د جومات په دروازه وسله په لاس پوليس ولاړ وي، د سنګينونو په سيوري خلک لمونځ کوي. کله کله د لمانځه او جنازې له الله اکبر سره د ځانمرګي برید له خولې هم الله اکبر اواز راځي، امام او مقتديان لکه د خپلې جنازې په لمانځه په ژوندوني ولاړ وي.

دا ټول حالات او پېښې د پښتنو لپاره ډېر ګران او درانه دي، چې مذهب کلتور او دستور هر څه يې ورله وهلي دي. اوس اوس چې کوم حالات نور ډېر سوالونه راپيدا کوي هغې کې يوه پوښتنه ډېره مهمه ده، او هغه دا ده چې د پښتنو سيکولر او مذهبي دواړه قوتونه له ميدان د لرې کولو هڅې کوي.

سیاسي شهیدان

د اي اين پي مشرانو باندې په نوي کال، د فبرورۍ پر ۲۷مه په نوښار کې د برید تابيا شوې وه، خو د پښتونخوا وزيراعلٰى او ورسره مهم شخصيتونه له ځمکې په چورلکه کې په هوا کې اوچت شول او محفوظ شول نو، لاندې پر ځمکه بمي چاودنه وشوه.

د مړو شمېر زيات و، خو د سياسي شهيدانو سرونه لږ وښودل شول. په دغه تسلسل د مارچ پر درېیمه شبقدر کې په اۤفتاب شېرپاو ځانوژونکی برید وشو، دا څلورمه قاتلانه حمله وه خو هغه د دغه حملې په حواله وویل:

''ژوند او مرګ د خدای په لاس کې دی، موږ خو کورونو کې کښېناستی نشو د پښتون قيادت د میدان نه د اخوا کېدو سازش کېږى بايد چې موږ په شريکه د ترهګرۍ خلاف ودرېږو، میدان نه پرېږدو''.

د اۤفتاب شېرپاو د دې تبصرې عملي ثبوت دا و چې څو ورځې پس یې په مټه سوات کې يوه ولسي لويه جلسه وکړه.

له اۤفتاب شېرپاو سره سره، د مذهبي ډلې جمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن هم په خپل خبري کنفرانس کې وویل:

''ما ته دهمکۍ راکول کېږي، خو د داسې تنظيم له خوا چې هغه هډو په پاکستان کې شته نه، د داسې شخصيت په نوم دهمکۍ دي چې هغه هډو ژوندی نه دی، دا دهمکۍ د ځينو خبریالانو په خولهٴ رالېږي، زه وايم چې هر څوک وي مخامخ دې راشي''.

د مولانا فضل الرحمن او اۤفتاب شېرپاو دواړو خبرې د پښتنو د حجرې او جومات د غږ مثال لري، يو د مذهبي ډلې استازیتوب کوي بل د پښتون قام پرستۍ په حواله د پښتنو د قيادت خلا د ډکولو دعوه کوي.

خو اي اين پي مولانا فضل الرحمن ته د مذهبي ډلې په وجه د پښتنو استازیتوب نه ورکوي، او اۤفتاب شېرپاو ته د تېر د سياست په وجه پېغور ورکوي، خو دا وخت چې پښتنو ته کومه ستونزه پېښه ده، هغه دا ده چې د پښتون قوم مذهبي او قوم پرست ټول قوتونه له ميدانه د تښتولو سازش روان دی، پښتانه په يوازې سر داسې ولاړ دي:

لکه چې لښکر وي او سرخېل يې نه وي

لکه چې سنګر وي خو سنګروال یې نه وي

لکه چې قام موجود وي خو وجود يې څو څو ځايه تقسيم وي

دا هغه وخت دي چې اوس پښتون قام خپل يرغمل قيادت واپس غواړي.

قيادت که واپس راتلی او که نه، خو اوس يې واپسي يوه مجبوري ده ځکه چې د راروانو ټاکنو لپاره به يې راتلل او د بندو حصارونو نه راوتل يو ضرورت وي.

پښتنو ولسونو پنځه کاله انتظار کړی دی بغېر قيادت یې د بمونو د بارودو په لوګو کې د حالاتو مقابله کړې ده، اوس هم د ډېرو ګيلو او شکايتونو سربېره يرغمل شوي، ګوشه نشين، خاموش قيادت ته معافي ورکوي او د دې شعر په ژبه بلنه ورکوي:

راځه د خپلې خاورې د لعلونو جوار ګره

بايللى د سرونو په دې لوبه کې هر چا يو.

ورته مطالب