پېښور پوهنتون ته امنیتي ګواښ د امریکايي سفیر سفر لغوه کړ

کامیرون منټر د انځور حقوق BBC World Service
Image caption امریکايي سفیر په خیبر پښتونخوا کې دوه ورځې تېروي.

په پام کې وه، چې پاکستان کې د امریکا سفیر د پېښور پوهنتون سیاسي علومو څانګې ته سفر وکړي او هلته خپله وینا واوروي.

خو د خیبر پښتونخوا چارواکو ویلي، چې پېښور پوهنتون ته د امریکايي سفیر کامیرون منټر سفر د یو لړ امنیتي ستونزو له کبله لغوه شوی دی.

په پېښور کې د بي بي سي خبریلا رفعت الله اورکزی وايي، د سفیر دغه سفر په پېښور پوهنتون کې د ځینو محصلینو د برید د ګواښ له کبله لغوه شوی دی.

د اسلامي جمعیت طلباء د چهارشنبې پر ګهيځ په قبایلي سیمو کې د امریکايي څارګرو الوتکو د بریدونو پروړاندې مظاهرې وکړې.

مظاهره کوونکو پر سلاله چهاوڼۍ د امریکا برید هم غندلی دی.

دوی ګواښ کړی و، که چېرې سفیر پوهنتون ته ورشي، نو د یرغمل نیولو هڅه به یې وکړي.

همدا وه، چې سفیر کامیرون منټر په پېښور کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې پر پاکستاني پوځيانو د ناټو د چورلکو برید یوه غلطي وه، چې په راتلونکي کې به دا ډول تېروتنې نه تکرارېږي.

امریکايي سفیر په خیبر پښتونخوا کې دوه ورځې تېروي.

نوموړي په خیبر پښتونخوا کې د اورپکۍ پرضد د پاکستاني پوځيانو قربانۍ او مبارزه وستایله.

ورته مطالب