مرستندويو کارکوونکو بلوچستان کې احتجاج کړى

Image caption په وژل شوو کې دوه مرستندويان دي.

د بلوچستان په مرکز کوټه او مستونگ کې د ناڅرگندو وسله والو کسانو اووه کسه وژلي چې پنځه کسه يې شعيه گان دي او او دوه نور يې د يوې مرستندويې ټولنې غړي دي.

په کوټه کې د وژل شوو کسانو تړاو له شیعه گانو څخه دی.

دا پېښه د پنجشنبه په ورځ ( د مارچ ٢٩) د کوټې پر اسپنې سړک باندې ھغه مهال د ځينو ناڅرگندہ وسله والو کسانو له خوا پر یو موټرباندې ډزې وشوې کله چې دغه موټرد ہزارہ ټاون څخه د مري آباد په لور روان وو.

په پیښه کې د یوې ښځې ترڅنگ پنځه کسان وژل شوي اوڅلور نورټپیان شوي دي چې سم دلاسه د کوټې لوى روغتون ته رسول شوي دي.

تر پیښې وروسته ناڅرگندہ وسله وال کسان په تیښته بریالي شوي دي او پولیسو د ناڅرگندہ وسله والو کسانو پر ضد مقدمه درج کړې ده.

خوڅوک یې نه دې نیولي اونه ہم کومې ډلې د دې وروستۍ پیښې پړہ په غاړہ اخستې دہ.

خو تر دې له مخه په شیعه گانو باندې په بلوچستان کې د زیاترو بریدونو پړہ د سني تند لارې ډلې لشکرجنگوي له خوا په غاړہ اخستل شوي دي.

د کوټې د پولیسو د مشرقاضي واحد په وینا چې پر دووموټرسایکلانو باندې سپرو څلورکسانو ټکان کړي دي او د دغه کسانو د نیولو لپارہ د ښار پرلويو سړکانو باندې پولیسو د شکمنو کسانو پلټنه پیل کړې دہ.

بلې خوا ته تر پېښې وروسته د ہزارہ قبیلې په سلگونه کارکونکو په کوټه ښار کې په احتجاج لاس پورې کړى دی او د ښار پربیلابیلو سړکانو باندې یې ټايرونو ته اور اچولی دی.

د دوی د احتجاج له امله په ښار کې ټول دکانونه اوکاروباري مرکزونه تړل شوي دي.

په مستونگ ولسوالۍ کې د ځينو ناڅرگندوسله والو کسانو له د يوې نړيوالې مرستندويه ټولنې فوډاینډ ایگریکلچرل پرموټرباندې ډزې شوي دي چې له امله يې موټرچلونکى او یو مامور وژل شوي دي.

تر پېښې وروسته په کوټه کې د ملگرو ملتوتو ترڅارنې لاندې کارکونکو ټولو مرستندويو ټولنو خپل کارونه بند کړي.

ورته مطالب