د پاکستاني پوځ او طالبانو له نښتو په زرگونو خلک بې ځايه شوي

بې ځایه شوي کسان
Image caption پاکستاني پوځ په دې وروستيو مياشتو کې د قبايلو په بيلا بيلو ځايونو کې د ځايي طالبانو پر ضد عمليات کړي دي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو ټولنه يو اين ايچ سي ار وايي په تيرو څو مياشتو کې د پاکستاني پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ د نښتو د ډيريدا له امله د قبايلو ځايي خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته ډير اړ شوي دي.

يو اين ايچ سي ار وايي د روان ميلادي کال د جنوري له ٢٠ مې نېټې راهيسته تر ١٠٠ زرو ډير ځايي خلک له خپلو مېنې وتلي او بې ځايه شوي دي.

د ملگرو ملتونو اداره زياتوي چې د قبايلو له سيمو بې ځايه شوي خلک د جلوزو په کمپ کې ځاى پر ځاى کيږي.

د بې ځايه شويو کسانو ډير ښځې او ماشومان دي.

پاکستاني پوځ په دې وروستيو مياشتو کې د قبايلو په بيلا بيلو ځايونو کې د ځايي طالبانو پر ضد عمليات کړي دي.

د جنوبي وزيرستان په ډيرو سيمو کې پوځي عمليات ليدل شوي دي.

دغه راز پېښور ته نژدې د ادم خېلو په دره کې او په باړه کې هم څو ځلي عمليات وشول.

متحد ايالات او افغان حکومت له اسلام اباده څو ځلي غوښتي دي چې په شمالي وزيرستان کې پر وسله والو طالبانو بريدونه وکړي.

خو پاکستان په شمالي وزيرستان کې که څه هم په دې وروستيو کې ځينې واړۀ عمليات کړي خو د واشنگټن او کابل له هيلو سره سم يې لا تر اوسه په کې پراخ پوځي عمليات نه دي کړي.

په دې اړه په خيبر کې ځايي خبريال ولي خان شينواري واورﺉ چې دا کسان ډېر له کومو ځايونو وتلي او چېرې تللي دي؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ورته مطالب