د پاکستان ستره محکمه د بلوچستان پر امنيت خواشينې ده

ستره محکمه د انځور حقوق AP
Image caption په اسلام اباد کې د سترې محکمې قاضي القضات کوټې ته تللى دى

د پاکستان سترې محمکې پہ بلوچستان کې دامنیت پر خرابہ وضع خواشيني څرگندہ کړې او ایالتي حکومت تہ يې امر کړى دی چې د امنیت د ټينگولو لپارہ دې ځانگړي گامونہ پورتہ کړي او پہ جرمونو کې تورن کسان دې ونيسي۔

د پاکستان د سترې محمکې قاضي القضات محمد افتخار چوهدري، قاضي طارق پرویز او قاضی خلجي عارف حسین نن دریمہ ورځ ( جمعه د اپريل شپږمه) ہم پہ کوټہ کې د بلوچستان د امنیت پر ستونزہ د یوې عریضې اوریدنہ وکړہ۔

پردې محهال د پولیسو لہ خوا پہ اووہ کسانو کې څلور کسان عدالت تہ وړاندې کړل شول چې د روان کال د مارچ پہ اولہ نیټہ له سریاب سیمې څخہ ځينو ناڅرگندہ کسانو تښتولي وو۔

پولیسو دغہ څلور کسان تېرہ شپہ تر ھغہ وروستہ وموندل کلہ چې د پاکستان د سترې محکمې قاضی القصات تیرہ ورځ پولیسو تہ آمر کړى وو چې دغہ کسان بہ د جمعې پہ ورځ پہ عدالت ته وړاندې کوي۔

هغه گواښ کړى و چې کہ دغه کسان يې وړاندې نہ کړل نو د پولیسو د مشرترڅنگ به نہه نور لوړ رتبہ پولیس له کارو څخہ گوښہ کړي۔

عدالت دا آمر تر ھغہ وروستہ ورکړی کلہ چې تیرہ ورځ د لادرکہ کسانو خپلوانو د عدالت څخہ غوښتنہ وکړه چې استخباراتي ادارو د دوی کسان تښتولي دي۔

د جمعہ پر ورځ عدالت پولیسو تہ دا آمر ہم وکړ چې د اپریل پہ دریمہ نیټہ د کلي اسماعیل څخہ تښتول شوي درې نور کسان ډاکټرنصیر،اخترلانگو او حفیظ بادینې دې ہم د اپریل تر١٠ نیټې پورې ومومي اوکہ داسې ونہ شول نو د پولیسو پہ ضد بہ کلک گامونہ پورتہ کړل شي۔

د جمعې په ورځ د بلوچستان د سرحدي عسکرو مشر عبیداللہ خان ہم پہ عدالت کې د یوایالتي وزیر میر صادق عمراني د ھغہ بیان پہ باب جواب وړاندې کړ چې میرصادق عمراني پہ بلوچستان اسمبلۍ کې ویلی وو چې د لادرکہ بلوڅانو پہ وژنو کې د سرحدي عسکرولاس دی۔

پردې مهال قاضي القضات د سرحدي عسکرو مشر تہ آمرورکړ چې دى بہ دا ثابتوي چې سرحدي عسکر د لادرکہ بلوڅانو پہ وژنو کې لاس نہ لرې۔

نوموړي زیاتہ کړہ چې ھيڅوک تر قانون لوړ نہ دی او کہ څوک پر جرمونو تورن وي نو پکاردي چې عدالت تہ وړاندې کړل شي۔

د پاکستان سترې محکمى د بلوچستان د امنیت پر وضع باندې خواشيني څرگندہ کړہ او ایالتی حکومت تہ يې آمر وکړ چې ھغہ دې پہ صوبہ کې د امنیت لپارہ کلک گامونہ پورتہ کړې او پہ جرمونو تورن کسان دې بې خوف وخطرہ ونيسي او عدالت تہ دې وړاندې کړي۔

ورته مطالب