د کوټې احتجاجیان د سوداګر وژونکي غواړي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ځايي چارواکو مظاهره کوونکو ته ډاډ ورکړ چې د سوداګر په وژنه کې ښکېل کسان به محکمې ته راکاږي.

د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د پولیسو له خوا د یوه سوداګر د وژنې پرضد سخت احتجاج شوی دی.

احتجاج کوونکو له حکومته غوښتي چې د سوداګر په وژنه کې ښکېل پولیس دوی ته وسپاري.

په کوټه کې د دوشنبې په ورځ کاربندیز اعلان شوی دی.

د کوټې پر عبدالستار سړک نن ګهیځ هغه مهال پولیسو پر یوه سوداګري او ددولسم ټولګي پر یوه زده کوونکي هغه مهال ډزې وکړې، چې وروستي هغه کراچۍ ته وچې شیدې وړلې.

سوداګر اصغر شاه روغتون ته له رسېدو وروسته ساه ورکړه.

د نوموړي پر وژنې سوداګر او سیاسي ګوندونه خواشیني او په غصه شوي، او څوم ساعته یې پر جناح سړک ټایرونو ته اور ورته کړ او سړک یې د ترافیک پرمخ تړلی و.

احتجاج کوونکو د حکومت پرضد سخت شعارونه هم ورکول.

په غصه احتجاج کوونکو د اصغر شاه مړی د بلوچستان د والي مقام ودانۍ ته یووړ.

مظاهرې ته د وینا پرمهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي یوسف کاکړ وویل تر هغه به هلته ناست وي، چې د اصغر شاه په وژنه کې ښکېل پولیس ورته ونه سپارل شي.

ځايي چارواکو مظاهره کوونکو ته ډاډ ورکړ چې د سوداګر په وژنه کې ښکېل کسان به محکمې ته راکاږي.

د کوټې ښار د پولیسو مشر محمد طارق ویلي چې د اصغر شاه په وژنه کې ښکېل تورن پولیس نیول شوي دي.

ورته مطالب