د پاکستان له بنو زندانه سلګونه بندیان تښتېدلي

د پېښې ځای د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پولیس وايي چې په تښتېدلو کې لږترلږه ۲۰ کسان ''ډېر خطرناک'' بندیان دي.

د خیبر پښتونخوا بنو پر یوه زندان طالبانو برید کړی، چې په پایله کې نژدې ۴۰۰ بندیان ترې تښتېدلي دي.

یوه پاکستاني چارواکي ویلي، چې دغه زندان د افغانستان پولې ته څېرمه قبایلي سیمې خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې دی.

د بنو پولیسو بي بي سي ته ویلي چې د یکشنبې پر ګهيځ وختي کابو دوه نیم سوو په وسلو سمبالو طالبانو پر دغه زندان برید کړی او بندیانو پښې سپکې کړې دي.

پولیس وايي، چې په تښتېدلو بندیانو کې اورپکي هم دي.

د زندان د ماتېدو انځورونه وګورﺉ

که څه هم چارواکو د تښتېدلو بندیانو کره شمېره نه ده ښودلې، خو ویل کېږي چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي.

پاکستاني طالبانو ویلي چې جنګیالیو یې پر دغه زندان برید کړی، چې ځینې کسان په کې ټپیان شوي هم دي.

د پولیسو یوه جګپوړي افسر میرصاحب ویلي، چې'' لسګونه په وسلو سمبالو کسانو د یکشنبې پر ګهیځ وختي د بنو پر مرکزي زندان برید وکړ، چې تر ۳۰۰ ډېر بندیان یې په پایله کې وتښتېدل.''

د پاکستاني طالبانو تحریک ویلي"د دې برید په پایله کې مو خپل سلګونه ملګري خوشي کړل. ګڼ یې خپلو ځایونو ته رسېدلي او نور ورپسې دي."

پولیسو او استخباراتي سرچینو ویلي چې د تښتېدلو په ډله کې ایله یو څو کسان وسله وال اورپکي دي، چې اوس یې دوی د بېرته نیولو هڅې پیل کړې دي.

پولیسو او امنیتي ځواکونو تر مرکزي زندان اوس کړۍ راتاو کړېده، او وايي چې د زندان له کابو ۹۴۴ بندیانو یې ۳۸۴ تښتېدلي دي.

پولیس وايي چې اورپکو پر زندان له شپږو خواوو بریدونو کړي.

پاکستاني پولیسو ویلي چې په تښتېدلو کې لږترلږه ۲۰ کسه ډېر خطرناک کسان دي.

د دوی په ډله کې د عدنان رشید په نامه یو کس د هوايي ځواک یو مخکنی غړی هم دی، چې د مخکني ولسمشر پرویز مشرف د وژنې په مرګ محکوم شوی و.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال علیم مقبول وايي، دا برید د پاکستاني پوځ لپاره یو لوی ګوزار دی.

تېر کال پاکستاني پوځ د پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د اورپکو پرضد چاڼيز عملیات وکړل.

د تېر کال په اپریل کې افغاني طالبانو هم د کندهار زندان ته د یوه کیندل شوي تونل له لارې لږترلږه ۴۷۰ بندیان وایستل.

په دوی کې د طالبانو بندیان او قومندانان هم وو.

ورته مطالب