د تښتيدلي مهم زنداني کورنۍ پاکستاني حکومت مسوول گڼي

Image caption عدنان خپله وايي په پاکستان کې هر څه ګډوډ دي.

د جنرال پرويز مشرف د وژلو په هڅې تورن شوى او پر اعدام د محکوم شوي هغه زنداني کورنۍ چې د بنو له زندانه طالبانو وتښتاوۀ، اسلام اباد ملاتوي چې په زندان کې يې د دوى ورور ونه ساتۀ.

د خيبر پښتونخوا په بنو کې د چارواکو په وينا نژدې ۱۵۰ وسلوالو په زندان د بريد پر وخت د ځان سره قريبا ۴۰۰ بنديان تښتولي، چې په دغو کې يو تن عدنان رشيد وو چې د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال پرويز مشرف د بريد تور پرې لګول شوى وو.

د زندان د چارواکو پر وينا د بريد پر وخت وسلوالو د الله اکبر نعري وهلي او د عدنان نوم يې هم په اوچت اواز اخيستلو.

په پاکستان کې د طالبانو د غورځنګ وياند احسان الله احسان رسنيو ته ويلي چې په دغه بريد دوى ۲۰ ميلينه روپۍ خرڅ کړي او د بريد موخه د عدنان د زندان نه ويستل وو.

عدنان رشيد په هوايي ځواک کې ايير مين (د تکنيکي څانګي کارکونکى) و. نوموړى د خيبر پښتونخوا د سوابۍ د وړوکي لاهور سره تعلق لري.

د عدنان رشيد کشر ورور ذيشان بي بي سي ته وويل چې عدنان لومړنۍ زده کړې د وړوکي لاهور په يو ښونځي کې تر سره کړې وې.

ذيشان زياتوي عدنان د وړکوالي نه د مذهب سره ډيره مينه لرله، دا هغه خبره ده، چې عدنان رشيد خپله په ميلادي کال ۲۰۱۱ کې د خيبر پښتونخوا د هري پور زندان نه له بي بي سي سره د موبايل ټيلفون له لارې په يوه مرکه کې هم کړې وه.

عدنان رشيد چې اوس ٣٢کلن دى د ۱۷ کالو په عمر کې په ميلادي کال ۱۹۹۷ کې د جولاى په مياشت کې په هوايي ځواک کې ماموريت تر لاسه کړ.

عدنان په هوايي ځواک کې دخپلې دندې پر مهال ډيپلوم کړى وو چې د دولسم ټولګي برابر وي.

نوموړي د ۲۰۰۴ کال د جنوري په مياشت کې په جنرال مشرف د لومړي بريد په تور ونيول شو.

د جنرال مشرف په قافله د ٢٠۰۳ کال د دسمبر په ١٤ مه نېټه د پنجاب په راولپنډۍ ښار کې بريد شوى ووچې نوموړى ترې روغ وتلى وو.

په مشرف د بريد په تور نيول شوي د هوايي ځواک څلور تنو چې ايير مينان دا (تکنيکي څانګې کارکونکي) وو پوځي عدالت د مرګ په جزا محکوم کړي وو، په دغه کې يو تن عدنان رشيد هم وو.

عدنان د بلوچستان د کو ټې هوايي ډګر څخه نيول شوى وو. نوموړى وايي جنرال پرويز مشرف په خپل کتاب دې لاين اف فاير کې د کوټې څخه د يو تن د نيولو خبره کړې هغه هم دى يعنې عدنان رشيد دى.

د پوځي عدالت له خوا تر جزا وړاندې د پلټنو په غرض عدنان رشيد د مختلفو ادارو په بند کې وخت تير کړى چې په دغو کې د نوموړي په وينا يو مشهور ه اداره ايس ايي بي نوميږي. وروسته نوموړى د هوايي ځواک پلټونکو ادارو ته وسپارل شو.

پوځي عدالت عدنان رشيد ته په ۲۰۰۵ کال د اکتوبر په پنځمه نېټه جزا ورکړه. نوموړي بيا د اټک اډياله زندان ته وليږدولى شواو د ۲۰۰۸ کال تر فبروري پورې هم هلته و.

د عدنان رشيد په وينا په ۲۰۰۹ کال کې د پنجاب په فيصل اباد ښار کې د امريکايانو له خوا د ترهګرو لپاره جوړ کړى شوي خاص زندان ته واستولى شو.

روسته بيا د هري پور زندان ته انتقال شو. عدنان رشيد خپل بلاګ هم لري چې د بند وړاندې پرې پوره معلومات ورکړي وو.

نوموړي به د زندان د کوټې نه هم ځنې وخت د موبايل انټرنيټ له لارې په خپل بلاګ معلومات ورکول.

عدنان خپله وايي په پاکستان کې هر څه ګډوډ دي، د زندان دننه موبايل ټليفونونه پلورل کېږي، په کرايه هم ترلاسه کېږي.

اوس چارواکي دا خبره مني چې د زندان دننه د موبايل ټيلفون به دزندان پر بريد کې کار اخستي شوي وي.

د عدنان رشيد ورور ذيشان بي بي سي ته وويل چې دوى د حکومت نه غواړي چې ورور يې پيدا کړي ځکه چې د هغوى د ورور حفاظت کول د حکومت ذمه واري وه.

نوموړى وايي ورور خو يې وړاندې په زندان کې وو چې يو معلوم ځاى وو اوس خو بيخي لادرکه شو، چې ذمه وار حکومت دى

. نوموړى وايي د استخباراتي ادارو او پوليس چارواکي د دوى کور ته راځي او د عدنان رشيد پوښتنې تر ي کوي، دا پوښتنه خو هغوى د حکومت نه کوي چې ورور څه شو

ورته مطالب