کوټه کې بيا هزاره گان په نخښه شوي دي

Image caption په ډزو کې يو کس ځاى پر ځاى او بل په روغتون کې ومړ.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ځينو ناڅرگنده وسله والو کسانو د ډزو له امله دوه هزاره گان وژل شوي او یو ټپیی شوى دی۔ تېره اوونۍ په سلگنو هزاره گانو د امنيت په هيله مظاهره کړې وه.

بريد نا پېژندل شويو موټر سايکل سپرو کسانو د کوټې ښار په بروري سړک باندې د شنبه په ورځ( د اپريل ٢١) سهار وکړ.

په ډزو کې يو کس ځاى پر ځاى او بل په روغتون کې ومړ. دوى دواړه هزاره گان وو.

لږ وروسته په يوه بله پېښه کې د جمهوري وطن گوند يو ځايي غړى محمد علي هزاره هم په نخښه شو خو روغتون کې د هغه ټپونه خطرناک ونه بلل شول.

پوليس وايي دوى دوه کسه نيولي دي او پوښتنې گرويږنې ترې کوي.

په هزاره گانو باندې په کوټه کې بريدونه له څو اوونيو راهيسته پيل شوي دي چې تر اوسه د ځينو شميرو ترمخه ٢٨ کسه وژل شوي دي.

د دغو بريدونو مسووليت څوک په غاړه نه اخلي خو چارواکي يې پړه پر اورپکې سني ډلې لشکر جنگهوي اچوي.

د کوټې د ښار امنيت د پاکستان سرحدي پوځ ته سپارل شوى خو د هغې په سر هم په پرله پسې توگه بريدونه کيږي.

په دې وروستيو کې د کوتې هزاره گانو لويه مظاهره وکړه او له حکومت څخه يې د امنيت غوښتنه وکړه.

د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات افتخار محمد چوهدري د کوټې د سفر پر وخت له ايالتي چارواکو او امنيتي ډلو غوښتي و چې بايد کلک امنيتي گامونه واخلي.

خو د کوتې اوسيدونکي وايي د امنيت په ښه کولو کې چارواکي پاتې راغلي دي.

ورته مطالب