پاکستاني طالبانو تښتولى مرستندوى وواژۀ

ډاکتر خلیل ډېل د انځور حقوق AFP
Image caption تر دمه د پيښې په تور څوک نه دي نيول شوي او نه هم د ډاکتر ډېل مړی له روغتون نه ایستل شوی.

د بلوچستان د مرکز کوټې څخه د روغتیا د نړۍ والې ادارې سور صلیب د یوکارکونکي ډاکتر خلیل ډېل مړی موندل شوی دی.

ډاکتر خلیل ډېل د برتانیا اوسیدونکی دی چې پنځه میاشتې وړاندې طالبانو د تاوان لپاره تښتولی و.

پولسو د ډاکتر ډېل مړی د يکشنبې (د اپريل 29) په ورځ، د کوټې هوايي ډګر سړک ته نژدې وموند او د شناخت د معلومولو لپاره يې د کوټې لوی روعتون ته و لیږداوه.

پولیسو د ډاکتر ډېل له مړۍ سره يو ليک هم موندلی چې په کې د طالبانو د تحریک نوم لیکل شوی او ويل شوي دي چې مړ کس د ای سي ار سي د بلوچستان د څانګې مشر ډاکتر خلیل ډېل دی.

له موندولو وروسته د ای سي ار سي کارکوونکو د مړه کس د پيژندګلوۍ پخلی کړی او ويلي دي چې ډاکتر ډېل د را خوشې کولو لپاره له دغې ادارې نه ۱۰ ميلیونه کالدارې غوښتل شوې وې. خو د ای سي ار سي د قان له مخې دغه پيسې طالبانو ته ور نه کړل شوی.

تر دمه د پيښې په تور څوک نه دي نيول شوي او نه هم د ډاکتر ډېل مړی له روغتون نه ایستل شوی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ښاغلي ډېل له تښتونې وروسته طالبانو نه يوازې پړه پر غاړه واخیسته بلکې د هغه د خوشې کولو په مقابل کې يې د پيسو غوښتنه هم وکړه.

بل لوري په اسلام اباد کې د ای سي ار سي له خوا په يوه خپره شوې اعلامیه کې د ډاکتر دېل وژنه په کلکه غندل شوې او کورنۍ سره يې خواخوږي څرګنده شوې.

په اعلامیه کې راغلي چې ډاکتر ډېل يوه زحمت کش او همدرد کس و.

ډاکتر ډېل تر دې وړاندې په سومالیا ، افغانستان او عراق کې دندې تر سره کړې وې.

نوموړۍ د روان کال د جنورۍ په پنځمه نيټه د کوتې د چمن هاوسنګ اسکیم نه هغه مهال و تښتول شو چې له کوره د دفتر پر لور روان وه.

د ښاغلي ډېل له تښتونې وروسته طالبانو نه يوازې پړه پر غاړه واخیسته بلکې د هغه د خوشې کولو په مقابل کې يې د پيسو غوښتنه هم وکړه.

ورته مطالب