د بشر نويد کالم پښتونخوا: حيات اۤباد کې د اجمل خټک په چوک قبضه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د محترم اجمل خټک نوم ته منسوب شوی چوک او روډ اوس د ايف ايف سټيل په نوم بدل کړی شوی دی.

په ټوله نړۍ کې د اتلانو ښاغلو مهمو شخصيتونو په نومونو سړکونه، ښوونځي، کالجونه، پوهنتونونه، هوايي ډګرونه او نور ځينې مقامات يادېږي چې د يادګار په توګه خپلو راروانو نسلونو او نورو ولسونو ته دغه شخصيات يادوي.

دا د هغوى ژوند او جدوجهد ته خراج عقيدت هم وي او د هغوى اعتراف هم.

په پښتونخوا کې مختلف ځايونه په سياسي څېرو په ببلو بېلو واکمنانو کې د شخصيتونو په نامه ياد شوي دي.

په دغه تسلسل کې په حيات اۤباد باغ ناران سره نژدې يو مرکزي چوک او سړک د محترم اجمل خټک په نوم ياد شوی و او يوه غټه لوحه پرې لګول شوې وه.

ټولو پښتنو سياسي، قومي ولسونو او په تېره تېره شاعرانو اديبانو په خصوصي توګه دا اقدام ډېر ښه ګڼلی و او ستاینه يې کړې وه.

خو ناڅاپه د اجمل خټک د نوم لوحه له دغه چوک نه لرې کړی شوه، او د ايف ايف سټيل چوک بورډ پرې ولګول شو.

په دغه چوک د سپينو اسونو پر ځای اوس د جهاز ماډل دی.

د محترم اجمل خټک نوم ته منسوب شوی چوک او روډ اوس د ايف ايف سټيل په نوم بدل کړی شوی دی.

د شاعرانو اديبانو د احتجاج نه پس دغه بورډ بيا ولګول شو خو يو خوا ته کړی شو. په غټ چوک باندې دا بورډ اوس عارضي توګه باندې لګېدلی دی. لکه چې دا چوک دا لنډۍ وايي:

په سينه يو لالی ځاييږي

زه لونګين او جانان دواړه ګرځومه

دا څه عام حرکت يا معمولي واقعه نه ده چې د اجمل خټک په نوم ايف ايف سټيل قابض شو.

په پښتونخوا کې اوس هم زموږ د قومي تحريکونو، قومي سياست او پښتو ادب سره تړلي ډېر مهم شخصيتونه داسې شته چې د هغوى زيار، محنت، همت او نومونه د نوي دور پښتنو نه پټ پناه دي، که څه لږ وخت نور واوړېدو نو زموږ دغه قومي پانګونه او توکي به خاورو سره خاورې شي، نه به د هغوى يادګارونه چا ته معلوم وي، نه ژوند او جدوجهد.

په تعليمي نصاب کې هم دغه نوموړى خلک نه شته. زموږ په سکولونو، کالجونو، پوهنتونونو کې اوس هم پردې شخصيتونو د تېرو لرې لرې دورونو راروان دی.

د ايم فل او پي ايچ ډي (دوکتورا) لپاره اوس هم زموږ ډېر قومي تحريکونه او سرخېلان اتلان د خاورو لاندې پټ پراته دي، مرګ پرې خاورې امبار کړې او ژوند هېر کړل.

زموږ تاريخ د پردو نه ډک دی، کومو ښاغلو چې د خپل تاريخ لپاره قربانۍ ورکړې دي. د تاريخ په پاڼو کې نه ځايېږي. زموږ د خاورې بدقسمتي دا ده چې کومو ښاغلو د خپلې خاورې قومي تاريخي پېژندګلوۍ لپاره ځانونه ورکړي دي او هېڅ سودا بازي يې پرې نه ده کړې بلکې د خاورې، ځمکې مور د يو حقيقي حلالې بچۍ رول يې ادا کړی دی.

ورک نومی سپاهی

نن هم د قومي جنګ د تود سنګر د ورک نومي سپاهي په نوم ورک دى، د جرنېلانو په وردۍ او حکمرانۍ کې سپايانو سره هم دغه سلوک کېږي ځکه چې دا سپايان د قام امانتونه دي د جرنېلانو د وردۍ نه، ځکه نو قوم هم ورک دی او سپايان هم.

خو له بده مرغه دلته د لوی پښتون او تاريخي افغان خاوره د پردى ښکېلاک او ښکېلاک ګرو اېجنټانو، قبضه ګرو، داسې رانيولې ده چې نن د پښتونخوا په ډېرو ځايونو ''وردي والو'' بورډونه لګېدلي دي او په هغه بورډونو غټ غټ ليکل شوي وي چې:

Prohibited Area يعنې ''ممنوعه سیمه''

زما خپل وطن، خپله خاوره، خپلې لارې او چوکونه نن په ما ممنوعه دي. زموږ قبرونه، مقبرې او يادګارونه هم محفوظ نهٴ دي. او په لحد کې هم د دې مصرعې په مصداق دا غږ کوي:

مر کے بھی چین نہ پایا تو کدھر جائیں گے

موږ چې په دغه سلسله کې د حيات اۤباد باغ ناران سره نژدې د اجمل خټک په نوم منسوب شوى چوک معنى خېز قبضې ته وګورو او په دغه چوک د ايف ايف سټيل بورډ او جېګ شوى د جهاز ماډل ته وګورو نو د دې بدلون په شا قابض ذهن راته په لوی پېغور ښکاره شي، چې په لويه لاره کې ولاړ لوی پښتون ته څومره جارحانه رويه ښيي.

د قبضه ګر د ګنده ذهن د جارحيت خلاف چې پښتانه احتجاج کوي، نو دغه احتجاج ته به د امن او ملکي سلامتۍ، د قانون پاسداران په امن عامه کې د خلل او خنډ اچولو جذباتي اقدام وايي، خو دلته به هغه سواليه نشان زموږ د ذهنونو نه څنګه ورانوي چې ټول پښتانه وايي:

دا ولې؟

دا چا؟

محترم اجمل خټک نه څه وړوکی نوم دی نه عام شخصيت دی، بلکې دا نوم د باچاخان د ټول جدوجهد يو روان تسلسل دی، که مزاحمتي ادب دی که سياست دی، دا نوم خپل ځانګړی مقام او شناخت لري، بايد چې د اجمل خټک په نوم پوهنتون جوړ شي ځکه چې هغه د قلم او کتاب د پوهې او ادراک يو مثال او نښان دی.

موږ خپل مثالونه او نښې په داسې داسې خاموشۍ له لاسه نه ورکوو، بلکې احتجاج کوو د قبضه ګرو د جارحانه ګنده ذهنيت خلاف.

ورته مطالب