ایران ''ګوګل'' په دروغو تورن کړ

د انځور حقوق a
Image caption تهران په ۲۰۱۰ کال خبرداری ورکړی و چې د الوتنې شرکتونه د عربي خلیج نوم پخپلو الوتنو کې ونه کاروي.

د تېرې یکشنبې پر ورځ (مۍ پنځمه) ایران ګوګل شرکت په "دروغو" تورن کړی دی، چې ګني د خلیج نوم یې –چې د ایران او عربي خلیج ترمنځ پروت دی- پخپله "ګوګل مپ" کې نه دی یاد کړی.

ایران ټینګار کوي چې دغه ټاپو د "فارس ټاپو" په نامه مشهور کړي، خو عربي هېوادونه یې "د عربو ټاپو" یا یوازې "خلیج" بولي.

تهران په ۲۰۱۰ کال خبرداری ورکړی و چې د الوتنې شرکتونه د عربي خلیج نوم پخپلو الوتنو کې ونه کاروي.

د ایران رسمي خبري اژانس (ارنا) د ایران د کلتور وزارت د یوه چارواکي په حواله ویلي چې: ''ددغه دروغو پایله دا ده چې د ګوګل کاروونکي له نن وروسته ددغه شرکت پر کره معلوماتو باور نه کوي.''

سرچینې دا هم ویلي چې دا کار د هغه په وینا ''د ایران ددښمنانو'' دی، چې په وینا یې د ملګرو ملتونو د کلتوري ادارې (یونیسکو) له لوري هم دغه خلیج ته (د فارس خلیج) ویل شوی دی.