١٢ پاکستاني سرتيري په وزيرستان کې وژل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption امنيتي سرتيري د وسلوالو د دوو مرکزونو د له منځه وړلو ادعا هم کوي.

د پاکستاني چارواکو په وينا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د دوو سرتيرو د مړو تر موندلو وروسته د امنيتي سرتيرو د مړو شمير اوس ۱۲ ته جګ شوى دى.

د ځايې چارواکو په وينا وسلوالو د دوو سرتيرو مړي په يوې ستنې پورې ځړولي و.

د سرتيرو مړي تيره ورځ ( شنبه\ خالي د مۍ شپږمه) د امنيتي سرتيرو په ګزمه تر بريد وروسته ترلاسه شول.

وسلوالو تيره ورځ د شمالي وزیرستان په مرکز ميران شاه کې په يوه قافله بريد کړى و چې په ترڅ کې يې نهه سرتيري وژل شوي او تر ۱۰ زيات نور ټپيان شوي دي.

امنيتي سرتيرو په ځوابي ډزو کې د ۲۰ نه زياتو وسلوالو د ټپي کېدو ادعا هم کړې وه.

امنيتي سرتيري د وسلوالو د دوو مرکزونو د له منځه وړلو ادعا هم کوي.

د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د امنيتي سرتيرو قافله د ميران شاه نه دته خيلو ته په لاره وه چې د وسلوالو د بريد ښکار شوه.

د پيښې ټپيان په سمدستي توګه د ميران شاه پوځي روغتون ته ليږدول شوي دي.

وسلوالو په ميران شاه کې په يوه پوسته هم د سپکو او درنو وسلو بريد کړى.

يو توغندی چې پر يوه جومات پريوتی وو، څلور لمونځغاړي ووژل او ۱۰ يې ټپيان کړل.

د پاکستاني چارواکو په وينا په امين نومه پوسته به اکثره د يوۀ نژدي باغ نه بريدونه کېدل نو سرتيري مجبوره شول چې د باغ د ديوالونو او ورسره نژدې د وسلوالو مرکزونه له منځه يوسي.

چارواکي زياتوي چې سرتيرو باغ ته په رسيدو سره د وسلوالو د درنو ډزو سره مخامخ شول.

امنيتي سرتيرو د مرستې لپاره چورلکې هم را وغوښتلې چې چارواکي وايي وسلوالو پرې توغندي وورول.

د امنيتي سرتيرو او وسلوالو له دې نښتې وروسته په سيمه کې ګرځبنديز ولګول شو او سرتيرو په سيمه کې د تلاشي عمل تيز کړ.

امريکا هم په پاکستاني پوځ په شمالي وزيريستان کې د پوځي عملياتو لپاره فشار زيات کړی، خو د پاکستان حکومت ويلي چې دغه عمليات به د چا د فشار لاندې نه کوي بلکې د عملياتو د پيل لپاره به لومړی خپل وسايل په پام کې نيسي.

امريکا دا تور هم لګوي چې په شمالي وزيرستان کې د حقاني په مشرۍ وسلواله ډله فعاله ده او ډير کله له پولې هاخوا په افغانستان کې بريدونه کوي.

شمالي وزيرستان د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د حکومت پلوي طالبانو مرکز ګڼل کېږي.

د حافظ ګل بهادر او حکومت تر منځ د اوربند تړونونه هم لاسليک شوي چې د کارپوهان په وينا تازه نښتو اوس دغه تړونونه له خطر سره مخ کړي دي.

ورته مطالب