د اجمل خټک قبر ته په بمي بريد کې زيان اوښتى دى

Image caption اجمل خټک په خپلو شعرونو، ادب او سياست کې د پښتنو د حقونو چيغې وهلې او د ژوند تر وروستۍ شېبې يې کلکه مبارزه کوله.

پاکستاني رسنۍ وايي د پښتو ژبې د مشهور شاعر او سياستوال اجمل خټک په قبر باندې بمي بريد شوى دى چې مجاور يا څوکيدار ټپي شوى دى.

په چاودنه کې د قبر ځينې برخې هم ويجاړې شوې دي. پوليسو د قبر شاوخوا سيمه کلابنده کړې ده او څوک نژدې نه ورپريږدي. تر اوسه پورې چا د دغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخيستې.

اجمل خټک نامتو پښتون سياستوال او د د نېشنل عوامي پارټۍ پخوانی مشر تر يو کال رنځ وروسته د ٢٠١٠ کال په پسرلي کې ومړ. دا په پښتونخوا کې د پښتو ژبې د يوۀ شاعر او پېژندل شوي کس پر قبر دويم بريد دى.

څه موده وړاندې د رحمان بابا پر زيارت هم دې ته ورته بريد شوى و.

پېښور مېشتيي ليکوال او ورځپاڼه ليکونکي نورالبشر نويد د بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې دا پېښه وغندله او ويې ويل چې اجمل خټک په رښتيا د پښتون ولس غم خور و.

ښاغلي نويد وويل د داسې يوۀ کس پر قبر بريد ډير دردونکى دى چې د پښتنو يووالى يې غوښت او له پښتنو سره يې د ښو هيله لرله.

بشر نويد وويل په تېرو وختونو کې د دا ډول بريدونو پړه په وسله والو کسانو اچول شوې ده دا هم ښايي د هغې سلسلې يوه برخه وي.

د اجمل خټک ژوند

اجمل خټک د ١٩٢٥ کال د سپتمبر پر ١٥ مه نېټه وزيږيد او د ٢٠١٠ کال د فبرورۍ پر اوومه نېټه يې د ٨٥ کلونو په عمر سترګې پټې کړې.

هغه نه يوازې د پاچاخان د خدايي خدمتګارانو په غورځنګ کې خپل سياسي ژوند پيل کړی و، خو وروسته نه يوازې د سرحد صوبې د مهمو سياستوالو له ډلې و، بلکې د ټول پاکستان په سياست کې يې مهمه ونډه درلوده .

هغه پر سياستوال سربېره د پښتو ژبې نامتو شاعر و. هغه د نېشنل پارټي يو فعال غړی غړی و، چې بيا وروسته يې د دغې پارټۍ مشري پر غاړه واخيسته .

اجمل خټک په خپلو شعرونو، ادب او سياست کې د پښتنو د حقونو چيغې وهلې او د ژوند تر وروستۍ شېبې يې کلکه مبارزه کوله.

له نوموړي د غيرت چيغه په نامه يو شعري ټولګه پاتې ده، چې د پښتونخوا ځوانانو ته يې په کې له خپلې خاورې د دفاع او ازادۍ هڅوونکي شعرونه ويلي دي.

ارواښاد خټک له کوچنيوالي د خان عبدالغفار خان له شخصيته اغېزمن و. دی پر پښتو مورنۍ ژبې سربېره په عربي، او فارسي هم پوهېده.

ورته مطالب